د مهاجرينو نړيواله ورځ ونمانځل شوه

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۷ - ۲۰:۲۵
-

د ا. امارت د چارواکو، د کابينې د غړو او په کابل کې د ملي او نړيوالو بنسټونو په شتون کې د دسمبر په (۱۸) مه د مهاجرينو نړيواله ورځ  د مهاجرينواو راستنېدونکو چارو وزارت له لورې دحکومت  د رسنيو په مرکز کې ونمانځل شوه.

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو  وزير الحاج خليل الرحمن حقا ن ی  يکشنبه د ليندۍ په (۲۷) مه په دغه ناسته کې  د ځوانانو د غير قانوني مهاجرت پر مخنيوي ټينګار وکړ او په بادغيس کې يې د حکومت له لورې د داخلي بېځايه شوو د جبرې راستنېدو په اړه  وويل، چې ا. امارت په ټول هېواد کې د زرګونو بېځايه شوو کورنيو خپلو اصلي سيمو ته په خپله خوښه ستنېدو ملاتړ کړی  او دوی ته يې د ستنېدو زمينه برابره کړې.

هغه زياته کړه موږ له کوربه هېوادونو او نړۍ څخه غواړو چې د افغان مهاجرينو له بنسټيزو حقونو سره د قانون له مخې چلند وکړي او د ا. امارت چمتو دی چې په کوربه هېوادونو کې د افغان بنديانو د برخليک په اړه  همکاري او د نظرونو تبادله وکړي.

د ا. امارت د رئيس الوزرا ملا محمد حسن آخند په پېغام کې، چې په همدې موخه رالېږل شوی او د حکومت د رسنيو د رئيس مفتي انعام الله سمنګاني له خوا ولوستل شو.  له کوربه هېوادونو غوښتل شوي و، چې له افغان مهاجرينو سره په عادلانه او قانوني توګه چلند وکړي او هغه افغانانان چې له هېواده بهر دي د امنيت په تامينولو سره بايد بېرته خپل هېواد ته راستانه شي او خپل مادي او معنوي ظرفيت د هېواد د پرمختګ لپاره وکاروي. اوس پر موږ لازم دي چې د وطن د ابادۍ لپاره په ګډه کار وکړو.

په دغه ناسته کې د  ا. امارت د رئيس الوزرا لومړي مرستيال عبدالسلام حنفي وويل، هر افغان چې غواړي په خپل هېواد کې ژوند وکړي د هغه لپاره کومه ستونزه نه شته. هغه کسان چې د امنيتي اندېښنو له امله له هېواده بهر تلی بايد وطن ته راستانه شي دا زموږ ګډ کور دی.

د هغه په خبره په افغانستان کې زيات شمېر لوستي ځوانان د اقتصادي ستونزو له امله بهرنيو هېوادونو ته مهاجرشوي دي. هغه د نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې افغان حکومت سره  دې د کور جوړولو، د څښاک د پاکو اوبو د برابرولو، د داخلي بېځايه شوو، راستنېدونکو ، روغتيايي خدماتو د برابرولو او پراختيايي پروژو د پلي کولو په برخه کې همکاري وکړي.

همدارنګه د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال الحاج محمد ارسلاح خروټي وويل، موږ دلته ددې لپاره راټول شوي يو، چې د افغان مهاجرينو د ستونزو د حل د هوکړې د نوي کولو او عملي کولو اقدام ته ژمن يو. د ا. امارت له بريا وروسته ډېر شمېر افغان مهاجر بېرته خپل هېواد ته راستانه شول او شاوخوا اووه ميليونه  افغانان اوس هم د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې مهاجر دي او د دوی د بنسټيزو حقونو ساتل او تامينول د مهاجرينو چارو وزارت له لومړيتوبونو څخه دي او موږ  په دې برخه کې هڅې کو.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې او د مهاجرت نړيوال سازمان  استازو په خپلو خبرو کې  د مهاجرينو او راستنېدونکو سره د خپلې دوامداره همکارۍ اعلان وکړ.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو مرستيال مهاجر فراهي بهرنيو هېوادونو ته د مهاجرينو د تګ او د هغه د مخنيوي په لارو چارو خبرې وکړې او ناسته  په دعا سره پای ته ورسېده.

نور عکسونه 

-

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته