د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت په داخلي اډانه کې د يو شمیر رئیسانو تبدیلي وشوه

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۰ - ۸:۱۵
-
نن چهارشنبه د ۱۴۰۳ لمریز کال د غویي د میاشتی په ۱۹مه د چارو د پرمختګ او ښه والي په موخه د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت درې تنه مرکزي رییسان او د تدارکاتو آمر چې د ریاست الوزراء درانه مقام د حکم پر اساس یې تبدیلي منظور شوې وه، د وزارت د مرستیالانو له لوري معرفي شول.
د بشري سرچینو پخوانی رییس مفتي مدیر ګل احمدي په دویم بست کې د معلوماتي ټیکنالوژۍ د رئیس په توګه، د ټیکنالوژۍ پخوانی رییس انجینر عبدالکبیر طلایي په دویم بست کې د مالي او اداري رئیس په توګه، د تدارکاتو پخوانی آمر حاجي اصل خان په دویم بست کې د بشري سرچینو د رئیس په توګه او محمد جمال ځدراڼ په درېیم بست کې د تدراکاتو د آمر په توګه د وزارت د مالیې او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلا خروټي او د مسلکي مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن راشد له لوري د یادو ریاستونو کارکوونکو ته ور وپېژندل شول.
ښاغلي خروټي د دغو رئیسانو د معرفي په ترڅ کې د دوی د تېرو کړنو ستاینه وکړه او ویې ویل: تغیر او تبدیل د اداري یو مهم اصل دی چې د پرمختګ او پراختیا لامل ګرځي.
نوموړی زیاته کړه چې د امارت بنیاد په اطاعت ولاړ دي او همدا اطاعت و، چې اسلامي امارت د نړۍ سترو قدرتونو ته ماته ورکړه.
د وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د اطاعت اصل په خدمت کې دی او موږ باید د چارو د سمون لپاره لا زیاتې هڅې او رښتینی خدمت وکړو.
دغه راز ښاغلي راشد په چارو کې د پرمختګ او خلکو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې د دوی د لا بریالیتوب غوښتنه څرګنده کړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۳۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي برنامو له استازو سره ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(UNHCR) او د ملګرو ملتونو پراختیایي برنامو(UNDP). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو ښوونیز مرکز موسسې سره د ۵۳۷ زره او ۸۵۵ امریکایي ډالرو پر ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار کې د زیانمنو شویو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ا.ا.ا د چارو ادارې عمومي ریاست د استازو، د یاد وزارت د رییسانو او ځینو امرینو په شتون کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه.
په پیل کې د یاد وزارت مالي. . .

بېرته خبرونه ته