د مسلکي معینيت سرپرست په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د معاونیت پلاوي سره ليدنه وکړه

anwari_morr
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۵ - ۱۲:۳۹
-

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت حقوقي سلاکار او د مسلکي معينيت سرپرست مولوي محمودالحق احدي د اقلیمي بدلون او چاپیرل ساتنې او په افغانستان  کې د ملګرو ملتونو د معاونت د سياسي او امنيتي برخې له پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ليدنه وکړه.
په دې ليدنه کې داقليمي بدلون، وچکالۍ او په مهاجرت کې د هغه د رول په اړه خبرې اترې وشوې.
ښاغلي احدي وويل، بدبختانه، چې افغانستان د اقليمي بدلون او وچکالۍ له امله زيات متاثر شوی او شک نه شته، چې د دې بدلونونو اغېز د افغانستان سربېره په نوره نړۍ کې هم ليدل کېږي
نومړي زیاته کړه، باید وویل شي، چې په افغانستان کې د مهاجرت لامل یوازې اقليمي بدلون نه، بلکې دپرديو مداخلې او نور هم شامل دي او افغانستان د وروستیو دوو لسیزو ګ کې له دې اړخ له ډېرو ستونزو سره مخ دی.
د مقام د دفتر رييس قاري محمد اجمل ویاړ او د داخلي بېځايه شوو وضعيت ته د رسېدو ریيس مولوي سردار محمد شېرزاد چې په ناسته کې يې شتون درلود  په مهاجرتونو کې د اقليمي بدلون او وچکالۍ د رول په اړه خبرې وکړې ويې ویل، دا یوه نړیواله ستونزه ده اوبې له شکه د ډلییزو مهاجرتونو لامل کېږي.
هغه زياته کړه، چې افغانستان له دې اړخه له زياتو ستونزو سره مخ دی او له دې ستونزو څخه د وتو لاره د وزارت سره د مرستندويه بنسټونو همکاري او همغږي ده.
د یاد دفتر د اقليمي بدلون او چاپیریال ساتنې برخې  استازې میرمن چيريتي وويل، اقليمي بدلون او وچکالي، په ټولنیز ژوند، سوله، امنيت او مهاجرتونه زیات اغېز لري او دايمي حل لپاره به يې په ګډه تر نړيوالې ټولنې ستاسې پېغام اووړانديزونه انتقالوم.
هغه زياته کړه، اقليمي بدلون یوه نړيواله ستونزه ده او د زيان کچه يې په افغانستان کې زياته وه،  که دې موضوع سره سياسي برخورد وشي باوري يم چې د افغانستان خلک به د لاډېرو ستونزو سره مخ شي.
همدارنګه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سياسي او امنيتي معاونت پلاوي ميرمن جولين ليني وويل، چې د وزارت کړنې او کار یوه بشري برخه ده او نړيوالې ټولنې ته وایو چې داموضوع او ستونزه سياسي نه کړي او په دې برخه کې به ستاسې پېغام د نړيوالې ټولنې سره شريک کړم.
يادو مسؤلينو دغه ناسته دافغانستان او نړيوالې ټولنې ترمنځ دباور رامنځته کولو په برخه کې اغېزمنه وبلله.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۳۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي برنامو له استازو سره ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(UNHCR) او د ملګرو ملتونو پراختیایي برنامو(UNDP). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو ښوونیز مرکز موسسې سره د ۵۳۷ زره او ۸۵۵ امریکایي ډالرو پر ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار کې د زیانمنو شویو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ا.ا.ا د چارو ادارې عمومي ریاست د استازو، د یاد وزارت د رییسانو او ځینو امرینو په شتون کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه.
په پیل کې د یاد وزارت مالي. . .

بېرته خبرونه ته