د لویدیځ زون خصوصي پوهنتونونو د راستنېدونکو له پاره له ٣٠٠ زیات سکالرشیپونه اعلان کړل

anwari_morr
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۱ - ۱۲:۳۹
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د جامي، غالب، اشراق، هریوا، خواجه عبدالله انصاري، الغیاث، حکمت، حنظله، ابونصر، کهکشان شرق، اسیا، غرجستان فراه، کاردان شرق او د خصوصي مکتبونو له اتحادیې سره د همکاريو تفاهمنامې لاسلیک کړې

د دغو تفاهمنامو له مخې به یاد پوهنتونونه د صحي علومو، کمپیوټر ساینس، انجنیرۍ، اقتصاد، قضا او څارنوالۍ، حقوق، سیاسي علوم، ټولنیز علوم، شرعیات او ژبو او ادبیاتو په څانګو کې ٣٥٥ راستنېدونکي زده کوونکي جذبوي

او هغو مهاجرینو ته چې په یادو پوهنتونونو کې په هره برخه کې د کار کولو وړتیا ولري د لومړيتوب حق ورکول کېږي

یاده ناسته، چې د هرات ولایت مرکز جامي پوهنتون کې ترسره شوه، ښاغلي حقاني د یادو ټولو پوهنتونونو څخه مننه وکړه، او ویې ویل: پوهنتونونه او علمي ادارې د ملت د راتلونکي ټاکونکې دي، تاسو باید د ملت بچیان داسې وروزئ، چې خرڅ نشي او له هرڅه زیات هېواد ته ژمن وي

ښاغلي حقاني د عصري زدکړو ترڅنګ په دیني زدکړو هم ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، اوسمهال هېواد یووالي او عصري زدکړو ته ترهرڅه زیاته اړتیا لري، علمي ادارې کولی شي دغه دواړه اړتیاوې پوره کړي

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۳۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي برنامو له استازو سره ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(UNHCR) او د ملګرو ملتونو پراختیایي برنامو(UNDP). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو ښوونیز مرکز موسسې سره د ۵۳۷ زره او ۸۵۵ امریکایي ډالرو پر ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار کې د زیانمنو شویو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ا.ا.ا د چارو ادارې عمومي ریاست د استازو، د یاد وزارت د رییسانو او ځینو امرینو په شتون کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه.
په پیل کې د یاد وزارت مالي. . .

بېرته خبرونه ته