د لسګونو میلیونو افغانیو او ډالرو په ارزښت د همکارۍ شپږ هوکړه لیکونه لاسلیک شول
له اکټیډ، د بشري سولې رامنځته کوونکو، د ترحم لښکر، د بشري مرستو همغږۍ، د ښځو د ټولنیزو خدمتونو او د پېاوړتیا او عدالت غوښتنې موسسو سره د ۸۸ میلیون ۲ سوه ۲ زره او ۷۹ افغانۍ او ۸ سوه ۱۴ زره او ۳۹ ډالرو په ارزښت د همکارۍ شپږ هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
د دغو هوکړه لیکونو له مخې دغه موسسې به پورتنۍ پیسې په کابل، ننګرهار، هرات، کندوز، میدان وردګ، کندهار او بلخ ولایتونو کې د پليو لارو جوړولو، د اوبو رسونې شبکو، د بریښنا سیستم، د استنادي دیوالونو جوړولو، ښوونځي، ګلخانو، د اوړۍ اوبدلو وسایلو وېش، د شاتو مچیو، نغدي مرستو ملاتړ، خوراکي توکو، د ماشومانو بیامېشتېدنې، د ۴ ټولنیزو مرکزونو ملاتړ، د کار په بدل کې پیسو، د خوارځواکۍ د کڅوړو وېش او د بڼوالۍ د وسایلو په برخو کې لګوي.
دا هوکړه لیکونه د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال الحاج عبدالرحمن راشد او د پورته موسسو د استازو له لوري لاسلیک شول.