د قطر سرې میاشتې ټولنې رییس د کډوالو وزارت مسلکي معین سره وکتل

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۳ - ۱۳:۵۲
_

د قطر هېواد سرې میاشتې رییس حسین یونس او مل پلاوي د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین الحاج مولوي عبدالرحمن راشد سره وکتل.
مسلکي معین ښاغلي حسین یونس او مل پلاوي ته ښه راغلاست تر څنګ وویل: د افغانستان اسلامي امارت د قطر هېواد سره ښې او نیکې اړیکې لري او د اسلامي امارت په راتګ سره په ټول هېواد کې امنیت ښه شوی او د همکارو موسسو لپاره د مرستو رسولو په برخه کې ښه زمینه برابره شوې ده.
ښاغلي راشد زیاته کړه: افغانستان ډېر شمېر کډوال او بې ځایه شوي لري او زه د همکارو بنسټونو غواړم چې له هغوی سره په مختلفو برخو کې مرستې وکړي. د قطر هېواد هم غوښتنه کوم چې له ګاونډیو هېوادونو په زوره راستنو شویو سره بشري مرستې ترسره کړي.
مسلکي معین همداراز وویل: موږ تل د قطر هېواد سره همکار وو او دغه همکاري به دوام کوي.
نوموړي له قطري لوري وغوښتل چې په پکتیا ولایت کې د کډوالو ښارګوټي پروژه جوړه کړي څو اړمن کسان ترې برخمن شي.
بل لور ته په افغانستان کې د قطر هېواد د سرې میاشتې رییس حسین یونس وویل: دا زموږ مسوولیت دی، چې په افغانستان کې په ځانګړې توګه کډوالو سره چې د هغوی حقوقي او قانوني حق دی مرسته وکړو.
نوموړي زیاته کړه، د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې یې خلکو ته بشري مرستې رسولې او زموږ موخه د اړینو مرستو رسول دي.
ښاغلي یونس په نږدې راتلونکي کې په پکتیا کې د کډوالو ښارګوټي جوړولو په برخه کې ښاغلي راشد ته ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت له مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې په پکتیا کې د راستنو شویو په اړه خبرې وشوې، مولوي انعام الله صلاح الدین په یاد ولایت کې د راستنو شویو لپاره د قطر لخوا د استوګنې د یوه ښارګوټي د رغنیزو چارو په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۴۶
Background image

مهاجرینو چارو وزارت کې دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له احیای مجدد انصاري برای افغانستان او د کلیو او پرمختیايي پروګرام موسسو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
دغه هوکړه لیکونه، چې د یو میلیون ۲۳ زره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۲۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې نږدې د ۳ میلیونو ډالرو پر ارزښت ۳ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د انکشافي و اجتماعي رازي، بشري صلح سازان افغان، دوستي مردم فرانسه با افغان ها موسسو ترمنځ د ۲ میلیونه ۸۹۸ زره او ۹۴۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د. . .

بېرته خبرونه ته