د غزني اندړو ولسوالۍ قومي مشرانو د مهاجرینو چارو له سرپرست وزیر سره ولیدل

sadam_morr
شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۳ - ۱۵:۴۷
-

د غزني ولایت اندړو ولسوالۍ یو شمېر قومي مشرانو د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمان حقاني سره د هغه د کار په دفتر کې ناسته وکړه
په ناسته کې ددغه ولسوالۍ د قومونو ځینې ستونزې او مشکلات له ښاغلي حقاني سره شریک شول
ښاغلي حقاني د ولسونو ترمنځ ناستې، همغږي او همکاري د ستونزو د حل لپاره اړین وبلل او ډاډ یې ورکړ، چې ددوی ستونزې به له اړونده ارګانونو سره شریکې او د حل لپاره به یې جدي ګامونه واخلي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۹ - ۱۴:۲۰
Background image

د مهاجرينو چارو وزارت او نوې شلتر مؤسسې ترمنځ د همکاريو هوکړه ليکونه  لاسليک شول

 د مهاجرينو چارو وزارت او نوې شلتر مؤسسې تر منځ د ۱۶۹ زره او ۶۰۱ ډالرو په ارزښت د همکاريو درې هوکړه ليکونه لاسليک شول.
د لاسليک شویو هوکړه لیکونو له مخې ياده مؤسسه به په  قندهار ولايت. . .

شنبه ۱۴۰۲/۷/۸ - ۱۵:۲۳
Background image

د مهاجرينو په چارو کې د اړوندو ادارو  د مسؤولينو ناسته د مهاجرينو  وزارت کې ترسره  شوه

د مهاجرينو په چارو کې د اړوندو ادارو د مرستيالانو ګډه ناسته د مهاجرينو چارو وزارت  د مسلکي مرستيال په دفتر کې ترسره  شوه.

په دې ناسته کې چې د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستيال مولوي. . .

شنبه ۱۴۰۲/۷/۸ - ۱۴:۱۵
Background image

د مهاجرينو چارو وزارت د هغه بېځايه شوو نه ملاتړ کوي، چې غواړي خپلو اصلي سيمو ته ستانه شي

دغه خبره د مهاجرينو چارو وزارت د داخلي بېځايه شوو وضعيت ته د رسېدنې رئيس مولوي سردار محمد شېرزاد د تلې په ۸ مه په کابل کې د بېځايه شوو د کمپونو له استازو سره په ناسته کې وکړه.

په ناسته. . .

بېرته خبرونه ته