د شاوخوا ۷ ميلونه بېځايه شوو او راستنېدونکو لپاره د سواد زده کړې په برخه کې ځانګړې بوديجه او پرو ګرامونه شتون نه لري

sadam_morr
دوشنبه ۱۳۹۸/۴/۳۱ - ۱۰:۴۰

 

Top of Form

در زمینه سواد آموزی حدود 7 میلیون بیجاشده و عودت کننده برنامه و بودجه مشخصی وجود ندارد

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير  سيد حسين عالمي بلخي په کابل کې (د هېواد پالو د سواد کاروان ) تر نامه لاندې د سواد زده کړې د يو کمپاين په پرانسته کې وويل، د ملي وحدت حکومت له پيله تر اوسه شاوخوا ۷ ميلونه بېځايه شوي او راتنېدونکي په هېواد کې ژوند کوي، چې د هغوی لپاره د سواد زده کړې په برخه کې ځانګړې بوديجه او پرو ګرامونه شتون نه لري.

 

د هغه په وينا له کومه ځايه چې د کډوالو چارو وزرات يو پالېسي جوړونکی او همغږي کوونکی بنسټ دی، دې ته چمتوالی لري، چې د کډوالو په ښارګوټو او هغه ځايونو کې چې هلته ډېر کډوال مېشت دي ورته د سواد زده کړې زمينه برابره کړي، خو په ملي کچه په دغه برخه کې ځانګړې بوديجه او پروګرامونه نشته.

د کډوالو چارو وزير د تېرې شنبې په ورځ د چنګاښ په ۲۹مه په دغه پروګرام کې روښانه کړه چې د غه وزارت مخکې  د پوهنې وزارت د سواد زده کړې له معينيت سره د بېځايه شوو او راستنېدونکو لپاره د زده کړو پروګرامونو يو هوکړه ليک لاسليک کړی و،چې  د ځانګړې بوديجې د نه شتون او د وزارت په کلنۍ بوديجه کې د کمښت له امله نه دی پلی شوی.

هغه زياته کړه په هېواد کې د بې سوادۍ له منځه وړل يو ملي حرکت ته اړتيا لري او ټولې دولتي او خصوصي ادارې بايد په دغه برخه کې فعاله ونډه واخلي.

په همدې حال کې د جمهوري رياست دوهم مرستيال سرور دانش د پوهنې وزارت د سواد ملي کمېټي د هڅو د يادونې ترڅنګ بې سوادي يې د هېواد يوله ننګونو او ستونزو ياده کړه.

همدارنګه د پوهنې وزارت د سواد زړه کړې مرستيال سردار رحيمې وويل، چې د پوهنې وزارت په پام کې لري چې د سواد کچه تر ۲۰۳۰ کال پورې تر ۶۰ ٪ زياته کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۴:۱۶
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د بلخ ولایت له مرستیال والي سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین او د لنډمهاله مېشتونې کمېټې رئیس الحاج مولوي عبدالرحمن راشد او ور سره مل پلاوي د بلخ ولایت له مرستیال والي مولوي نورالهادي ابو. . .
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

په فاریاب ولایت کې نږدې ۱۰۰ کورنیو سره د غیر خوراکي تو مرستې وشوې

د چنګاښ میاشتې په ۳ مه نیټه د فاریاب ولایت په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د ۹۵ کورنیو سره د کډوالو وزارت مسلکي معین مولوي عبدالرحمن راشد په شتون کې د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.
یادې شوې کورنۍ. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۴:۳۶
Background image

د لسګونو میلیونو افغانیو په ارزښت د همکاریو تفاهمنامه د کډوالو او بېرته راستانه شویو چارو وزارت کې لاسلیک شوه

د روان کال د سرطان په ٢٩مه نېټه یوه تفاهمنامه چې ارزښت یې ۴۱ میلیونه، ۴۶۶ زره او ۹۳ افغانۍ دی، د فراداتا ټولنیزو خدماتو موسسې او د کډوالو او بېرته راستانه شویو چارو وزارت ترمنځ لاسلیک. . .

بېرته خبرونه ته