د راتلونکي کال پلان به دپخوا په پرتله خورا رښتني او اغېزمنه وي؛ دکډوالو وزير زه يې خپله تعقيبوم
دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزير نور الرحمن اخلاقي د همغږۍ په ناسته کې چې د نوي مالي کال پلان جوړولو په موخه په وزارت کې جوړه شوې وه، رئيسانو او سيمه ييزو ادارو ته لارښوونه وکړه چې د راتلونکي کال پلان به دپخوا په پرتله خورا رښتني او اغېزمنه وي.
هغه د ويډيو کنفرانس له لارې په ولايتونوکې د کډوالوچارو رئيسانو او استازو سره خبرې وکړې او د ولايتي رياستونو يې غوښتنه وکړه، چې د راتلونکي کال کاري پلانونه د تېر کال په پرتله ګټور جوړ کړي.
دنومړي په خبره د رياستونو کاري پلانونه دهغه چا دخدمت کولو اساس دی چې څوک يې تمه لري. زه خپله د راتلونکي کال پلانونه د تېر کال د پلانونو سره پرتله کوم ترڅو ډاډ ترلاسه کړم چې د کډوالو وزارت پلانونه د اړمنو لپاره اغېزمن دي.
په دغه ناسته کې چې د پلان او پالېسۍ رياست او د ولايتي همغږۍ رياست سره په ګډه همغږۍ جوړه شوې وه،د پلان او پالېسۍ رئيس وړانديز وکړ، چې د نوي کال کاري پلانونه بايد دوامداره پراختيايي موخو، د کډوالو په اړه د افغانستان دنړيوالو ژمنو، په ځانګړي توګه دحل لارو ستراتېژۍ، د پناه غوښتنې نړيوالو تړنونو او په ولايتونوکې د موسسو د پراختيايي پلانونو سره سم وي.
دغه ناسته په داسې حال کې ترسره شوه، چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير د وزارت اجريوي بورډ په ناسته کې مرکزي رياستونو ته لارښوونه وکړه، چې خپل کاري پلانونه په ډېر دقت او غور سره ترتيب کړي.