د ترکیې سفیر د مهاجرینو چارو له سرپرست وزیر سره ولیدل

anwari_morr
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۹ - ۲۰:۴۱
-

په افغانستان کې د ترکیې سفیر ښاغلي جنګ اونال د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو له سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني سره د هغه د کار په دفتر کې ولیدل
په دغه ناسته کې په ترکیه کې د مهاجرینو په ستونزو، د بندیانو په خلاصولو او ځینو نورو موضوعاتو خبرې وشوې
ښاغلي اونال وویل: ترکیه له افغانستان سره ښې او ژورې اړیکې لري، په ترکیه کې د افغان دیپلوماتانو شتون او د هیأتونو تلل راتلل له افغانستان سره د ترکیې د ښه نیت څرګندونه کوي
نوموړي وویل: د ترکیې پولیسو لخوا د مهاجرینو سره د ناسم چلند راپورنه کم شوي او که کوم ځای کې شکایت موجود وي، هم مونږ به یې په اړه اقدامات وکړو
د مهاجرینو چارو وزیر نوموړي ته له ښه راغلاست وروسته وویل، ترکان او افغانان په اسلامي، عقیدوي او تاریخي توګه له یوبل سره زیات مشترکات لري او دغه مشترکات باید له یوبل سره د ښو اړیکو لامل شي
ښاغلي حقاني وویل: دا چې ترکیه او افغانستان اسلامي هېوادونه دي، نو د مهاجرینو موضوع ته هم باید د اسلامي اصولو له نظره وکتل شي، د غیر قانوني مهاجرینو قانوني کولو لپاره په کړنلاره کار وشي او افغانانو ته کاري ویزې او نورې اسانتیاوې برابرې شي

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۷ - ۱۴:۰
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په جلا جلا ناستو کې د پکتیا د جهادي مدرسې له مهتمم شیخ طالب جان ادیب او د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ له قومي مخورو او مشرانو سره وکتل.

د پیل په ناسته کې چې له محترم شیخ طالب جان ادیب سره څو تنو علماو هم حضور درلود، د جهادي مدرسو د فعالیت په اړه خبرې وشوې او یادونه وشوه چې د اسلامي زده کړو مرکزونه د ودې په حال کې دي او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۴۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د کډوالۍ نړۍوالې ادارې د اړیکو له مسوول سره ناسته وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین محترم الحاج مولوي عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې د کډوالۍ نړۍوالې ادارې(IOM) د اړیکو له مسوول ښاغلي عبدالوارث القاسم سره ناسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۲۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مالي او اداري معین: وخت امانت دی او باید پر ارزښت یې پوه شوو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري معین ښاغلي شیخ کلیم الرحمن فاني نن د وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د وخت ارزښت په اړه چمتو شوي سمینار کې وویل: وخت امانت دی،. . .

بېرته خبرونه ته