د ارشاد او دعوت رياست د مهاجرينو چارو وزارت له کار کوونکو څخه عقيدتي ازموينه واخسته

anwari_morr
شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۲ - ۱۱:۴۳
-

د مهاجرينو چارو وزارت د ارشاد او دعوت رياست د مهاجرينو چارو وزارت له کار کوونکو څخه د تلې په ۲۲مه عقيدتي ازموينه واخيسته.
د افغانستان اسلامي امارت له بريا او په وزارتونو کې د دعوت او ارشاد رياست له  جوړېدو وروسته، د مهاجرينو چارو وزارت د ارشاد او دعوت رياست د کارکوونکو د معلوماتي او ديني سطحې له تثبيت وروسته، بېلابېل ټولګي جوړ او د يادې ادارې له لوري د ګومارل شوو استادانو له لوري ور ته هره ورځ  د تجويد، قرائت، تفسير، حديث او یو شمېر نورو ديني مسايل تدریس کړي دي. 
ياد رياست  خپلې پلان شوې برنامې له مخې له کار کوونکو څخه د ازموينې د وخت له خبرتيا وروسته  په تحریري ډول ازموينه واخيسته.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۶
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر پکتیکا کې سلګونو راستنو شویو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش په برنامه کې ګډون وکړ


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزير محترم مولوي عبدالكبير نن پکتیكا ته د سفر په ترڅ کې سلګونو راستنو شویو بېوزلو کورنیو ته د خوراکي توکو د وېش په برنامه کې ګډون او وینا وکړه.
په دې. . .

بېرته خبرونه ته