دکډوالو چارو وزير په ايران کې د افغانستان له نوي سفير څخه وغوښتل چې کډوالو ته دې په خپل کاري لومړيتوب کې ځای ورکړي

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۰ - ۹:۲۹
وزیر

د ولسمشر پخوانی سلاکار او د سرحدونو او قبايلو چارو زوارت مرستيال  عبدالغفور لېوال چې تازه په ايران کې افغان سفير ټاکل شوی، دکډوالو چارو وزير سره په ليدنه کې په ايرن کې د افغان کډوالو د وضعيت په اړه خبرې اترې وکړې.

 

دغه ليدنه د تېرې يکشنبې په ورځ د غبرګولي په ۱۹مه په کډوالو چارو وزارت کې ترسره شوه. د کډوالو چارو وزيرسيد حسين عالمي بلخي  ښاغلي لېوال ته د نوې دندې  دمبارکۍ ترڅنګ په ايران کې  دمېشتو افغان کډوالو د وضعيت په اړه معلومات ورکړل او له هغه څخه يې وغوښتل چې د دواړو هېوادونو اړيکې داسې برابرې کړي، چې دکډوالو موضوع په لومړيتوب کې ځای ولري.

دهغه په خبره په تېرو څلور کلونو کې دکډوالو چارو وزارت د پرلپسې هڅو په پايله کې په ايران کې د افغان کډوالو د کارتونو دمودې غځولو لګښت کم شوی؛ خو په پشپړه توګه له منځ نه دی تللی.

په ايران کې  دافغانستان نوي سفير ژمنه وکړه، چې دبهرنيو چارو وزارت او يوشمېر نورو سکتوري ادارو سره په څنګ کې به خپلې اړيکې په مستقيم ډول برابرې او دکډوالو چارو وزارت به په دغه برخه کې په لومړيتوب کې ونيسو.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته