دکډوالو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستيالې په ترکيې هېواد کې دافغانستان اسلامي جمهوريت مېشت جنرال قونسل سره وليدل

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۶/۵ - ۱۱:۳۷

د پناه غوښتونکو مرسيتالې ډاکټرې عالمې دوږي پر۵ مه په ترکيې هېواد کې دمېشت افغان جنرال قونسل سره په دغه وزارت کې وليدل.

هغې په ترکيه کې مېشت افغان جنرال قونسل ته دښه راغلاست ترڅنګ په هغه هېواد کې دافغان کډوالو او راستنېدونکو پروضعيت، هلته د هغوی لپاره دکډوالو چارو وزارت د خدمتونو او د راستنېدونکو د پروسې د لازياتې همغږۍ په تړاو خبرې اترې وشوې.

ښاغلي زکريا بارکزي په ترکيه کې د افغان کډوالو وضعيت ته درسېدو په موخه او له هغه هېواده د راستنېدونکو سره د هرډول همکارۍ ډاډ ورکړ او ويې ويل،د ستونزو په وخت به په ترکيه کې دافغانستان مېشت قونسلګري به پروخت او چټک ګامونه واخلي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې تر ۴۰۰ زرو د زیاتو امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ دوه هوکړه‌‌لیکونه لاسلیک شول

په مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له افغانستان بیا رغونې او ښځو زده‌کړو او د بشري مرستو همغږۍ موسسو سره د ۴۶۴ زره ۸۰۴ امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

بېرته خبرونه ته