دکډوالو وزير د افغان کډوالو ميرمنو واليبال ټيم هرکلی وکړ

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۷ - ۷:۴۹
___________

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير نور الرحمن اخلاقي  په کډوالو وزارت کې  د ايران په اسلامي جمهوريت کې د افغان کډوالو ميرمنو واليبال ټيم  ته د يوې ناستې پرمهال  د واليبال ليګ لسم پړوا ګټلو له امله مبارکي وويله او  د دوی د راتګ هرکلی يې وکړ.

 

ښاغلي اخلاقي څرګنده کړه چې د افغان کډوالو ميرمنو د واليبال له ټيم څخه د ملاتړ لپاره به د کډوالو له اتشې او په ايران کې د افغانستان اسلامي جمهوريت سفارت سره ډېره همغږي وکړي.

د افغان کډوالو ميرمنو د واليبال ټيم په ۱۵ پړاو سيالو کې د هرات ولايت واليبال ټيم ته ۳- ۲ ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته