دمهاجرینواوراستنیدونکوچارو وزارت معین، د "SFCG" موسسې له مشر سره

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۱ - ۱۵:۵۱
_______
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال ښاغلي محمد ارسلاح خروټي د "SFCG" موسسې له مشر شامل ادریس سره پخپل کاري دفتر کې ولیدل
په سر کې ښاغلي ادریس د خپلو کاري کړنو په اړه معلومات وړاندې کړل، هغه وویل: د داخلي بېځایه شویو ظرفیت لوړونه، د مرسته کوونکو موسساتو سره تخنیکي همکاري او د شخړو ختمولو لپاره برنامې په کار اچول ددوی دنده ده.
ښاغلي خروټي ددوی د هرکلي ترڅنګ وویل: تېر ۴۳ کاله د شخړو او نا امنیو عمده دلایل د بهرنیو مداخله او لاسوهنه، د ولسونو ترمنځ د مذهب، ژبې او کلتور ترنامه لاندې زهرجن تبلیغات و، چې د ولسونو ترمنځ یې فاصلې ایجاد کړې او د نفاق تخم یې وشینده، نوموړي وویل، د افغانانو د مشکلاتو ختمولو لپاره لازمه ده، چې اقتصادي بندیزونه لرې او بشري مرستې له قیدو شرط پرته په داسې ډول وشي، چې د بېوزلو اساسي ستونزې حل کړي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته