ښاغلی ولی الله جلال په1985م کال کې د غزني ولایت په اندړ ولسوالۍ کي په یوه روڼ آندې او دینداره کورنۍ کي زیږېدلی دی.
لومړنۍ زده کړې یې د مهاجرت په دیار کې په پیښور ښار او لوړي زده کړې یې په آسترالیا کې له ویکتوریا پوهنتون نه د (منجمنټ) په برخه کې سرته رسولي ده .
د ماستری سند يې د آسټرالیا له RMIT پوهنتون نه د سوداګرې مدیریت په برخه کې ترلاسه کړي.
کاري تجربې
ښاغلي ولی الله جلال له دې مخکې په لاندې برخوکې دندې ترسره کړي دي
1- د آسټرالیا په ملبورن ښار د(MCCA) مالي څانګې مسئول.
2- د پوهنې وزارت د (CBE) پروژې مسؤل .
3- د پوهنې وزارت د (HRDB) بورډ د تخنېکي او همغږي څانګو مسئول .
4- دکرنې، اوبولگولو او مالدارۍ په وزارت کې (CARD_F) د پروژو مدیر .
5- د افغانستان د اقتصادی پرختیا په موسسه کې د پروژو مسئول.
6- د افغانستان د اقتصادی پرختیا پروگرام مسئول.
له ملي او نړیوالو ژبو سره بلدتیا:
پښتو، دری ، انګلیسی او اردو .
ښاغلی ولی الله جلال د ۱۳۹۹ه ل کال د مرغومی میاشتې په ۱مه نېټه د جلالتمآب ولسمشر محمد اشرف غنی په حکم د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د مالي او اداري د مرستیال په توګه و ټاکل شو .