دكډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزير محترم مولوي عبدالكبير د نورستان ولايت له مشايخو او علماو سره وكتل.

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۵ - ۸:۵۷
_
په دې ناسته كې د نورستان مشايخو او علماو د اسلامي امارت څخه ملاتړ څرګند كړ او ويې ويل، افغانان د اشغال له پاى ته رسېدو وروسته د اسلامي نظام تر سيوري لاندې ارام ژوند كوي، دوى زياته كړه، د اسلامي نظام د ساتنى لپاره چمتو دي او د هر هغه چا پر وړاندې درېږي چې د اسلامي نظام د كمزوري كولو هڅه كوي
د نورستان علماو او مشايخو د بيا رغوني، سركونو، روغتيايي خدماتو، زراعتي او حيواني كلينيكونو او ښوونيزو بنسټونو په برخو كې خپلې ستونزې له محترم وزير صيب سره شريكې كړې.
محترم مولوي عبدالكبير دوى ته د ښه راغلاست تر څنګ د دوى د ملاتړ له امله مننه وكړه او زياته يې كړه، چې اوس افغانستان له اشغال څخه خلاص شوى او سوچه اسلامي نظام حاكم دى، چې د ټولو افغانانو ګډ نظام بلل کیږي هيڅ څوک دې ځان پكى بېګانه نه ګڼي
هغه ټينګار وكړ، چې افغانان دې د پردیو تبليغاتو تر اغيز لاندې نه راځي او د هېواد د پرمختګ لپاره به په ګډه كار ته دوام وركوي
نوموړي وويل: نورستان جهادي تاريخ لري او د افغانستان د نورو ولايتونو په څیر اسلامي امارت ورته ځانګړې توجه لري، محترم مولوي صيب د نورستان ولايت مشايخو او علماوو د ستونزو حلولو په برخه كي ډاد وركړ

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۳۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي برنامو له استازو سره ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(UNHCR) او د ملګرو ملتونو پراختیایي برنامو(UNDP). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو ښوونیز مرکز موسسې سره د ۵۳۷ زره او ۸۵۵ امریکایي ډالرو پر ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار کې د زیانمنو شویو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ا.ا.ا د چارو ادارې عمومي ریاست د استازو، د یاد وزارت د رییسانو او ځینو امرینو په شتون کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه.
په پیل کې د یاد وزارت مالي. . .

بېرته خبرونه ته