دشمالي ولايتونو د داخلي بېځايه شوو ستونزې  د څېړنې لاندې ونيول شوې

sadam_morr
شنبه ۱۳۹۸/۶/۲۳ - ۸:۴۴
مشکلات بیجاشده های داخلی ولایات شمال به بررسی گرفته شد

په هغه ناسته کې چې دتېرې پنجشنبې په ورځ دوږي په ۲۱مه په کډوالو چارو وزارت کې ترسره شوه، پکې د کندز، فاریاب، تخار، بدخشان او بغلان ولايتونو داخلي بېځايه شوو ستونزې تر څېړنې لاندې ونيول شوې.

دغه ناسته چې دکډوالو چارو وزارت دپلان او پالېسۍ سرپرست مرستيال مهرخدا صبار  او ADA ، ORD  او ACTED موسسو استازو په شتون کې ترسره شوه، پکې د بېځايه شوو دستونزو، د ځواب ويلو له ولايتي کمېټې له شکايت، د سروې د محدود والي، دکاري ټيمونو دهمغږۍ برابروالي، دهمکارو موسسو د امکاناتو بياکتنه او دمرستو د ډول په اړه خبرې اترې وشوې.

مهر خدا صبار د سروې چټکوالي او پروخت ځواب ويلو ټينګار وکړ ويې ويل، همکارې موسسې دې په يادو ولايتونوکې خپلو امکاناتو ته بياليدنه ترسره کړي او دموادو دکمښت په صورت کې دې د ملاتړ کوونکو ادارو له مرکزي دفترونو څخه دې غوښتنه وکړي، چې دکډوالو چارو وزارت په دغه برخه کې همکارۍ ته تياردی.

د اکتېد موسسې استازي وويل، چې دامهال  د ۴۰۰۰ کورنيولپاره سرچيني شتون لري او په يادو ولايتونوکې د بېځايه شوو زياتوالي ته په کتو سره به د بشری مرستو دجلب په موخه له اکبر موسسې سره هم خبرې وکړي.

همدارنګه د ORD موسسې استازي وويل، چې دبشري مرستو د جلب په موخه به په کندز، فارياب او بدخشان ولايتونوکې ددې موسسې ذخيرې زياتې اود  مزارې شريف کې د ملګروملتونو دکډوالو ادارې UNHCRڅخه يې دمرستې غوښتنه کړې او د ADA موسسې استازي د ۲۳۱ کورنيو لپاره دنغدي مرستې ډاډ ورکړ.

يادو موسسو استازو په ولايتونوکې د بېځايه شوو دوضعيت دښه والي په موخه د لازياتې همکارۍ اعلان وکړ.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۴:۸
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر کې د لوګر له والي قاري صلاح الدین ایوبي سره وکتل

ښاغلي ایوبي په دغې ناسته کې، چې د لوګر د کډوالو چارو رییس هم ور سره مل و، په یاد ولایت کې د راستنو شویو د وضعیت او شویو مرستو په اړه معلومات شریک کړل او زیاته یې کړه، چې تر دې دمه په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۸:۵۳
Background image

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې او د هغوی د چارو د لا ښه تنظیم په موخه، د مهاجرینو چارو وزارت په کوربه‌توب د همغږۍ ناسته ترسره شوه

دغه ناسته، چې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمان راشد په مشرۍ جوړه شوې وه، پکې د بهرنیو چارو وزارت، کورنیو چارو وزارت، عدلیې وزارت، د استخباراتو لوی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۱
Background image

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیاله: د بودیجې له زیاتوالي سره به له کډوالو سره مرستې زیاتې شي

پورته ټکی د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ(UNHCR) مرستیالې اغلې وینسا مټر بولي د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس ښاغلي سعید احمد بنوري سره په لیدنه کې. . .

بېرته خبرونه ته