دحج د فريضې د اداکولو پچه اچونه په کډوالو چارو وزارت کې ترسره شوه

sadam_morr
چهارشنبه ۱۳۹۸/۴/۲۶ - ۱۰:۵۲
دحج د فريضې د اداکولو پچه اچونه په کډوالو چارو وزارت کې ترسره شوه

د هغه افغان کډوالو چې په ايران او پاکستان کې ژوند کوي اوبيت الله شريف ته يې  د حج د فريضې د اداکولو په موخه  نومليکونه کړې وه، د اړوندو ادارو په شتون کې يې دکډوالو چارو وزارت کې پچه اچونه ترسره شوه.

دغه پچه اچونه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال انجينير احمدولي حکمي په مشرۍ  د تېرې سې شنبې په ورځ د چنګاښ په ۲۵مه  دملي شورا، د حج او اوقافو وزارت، مدني ټولنو او علماوو شورا استازو په شتون په کډوالو چارو وزارت کې ترسره شوه.

ټول څلور زره او ۵۰۹ تنه دي، چې ۲ زره او ۵۰۵ تنه په پاکستان او يو زرو ۹۱۴ تنه يې په پاکستان کې مېشت دي او بيت الله شريف ته د حج د فريضې د اداکولو په موخه يې په دواړو ګاونډيو هېوادونو کې د کډوالو چارو وزارت په څانګو کې نومليکنه کړې وه.

دثبت شوو خلکو له ډلې ۱۴۵ تنه يې له ايران او ۱۴۵ تنه يې  په پاکستان کې مېشت افغان کډوال و، چې  وروسته له پچې اچونې انتخاب او دحج او اوقافو وزارت ته د اسنادو د طی مراحل په موخه ور وپېژندل شو.

د ويلو ده، چې د کډوالو او ر استنېدونکو چارو وزارت په هڅو دغه اداره په دې توانېدلې چې په کال کې ۲۰۹ تنه سهميه د کډوالو لپاره خپله کړي او په دريو اخرو کلونو کې سعودي عربستان ته بيت الله شريف ته د حج د فريضې د ادالو کولو په موخه لېږل کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۸:۱۹
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د ۱۸۰ زره او ۵۹۴ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د افغان ښځو لپاره د ښځو (WAW) موسسې ترمنځ لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار، کونړ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۲۰:۱۴
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په کابل کې د ترکیې د ډیپلوماټیک ماموریت له مشر ښاغلي سادین ای یلدز سره وکتل

په دغې لیدنه کې، چې د دوو اړخېزو همکاریو د پراختیا او په ترکیه کې د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په اړه خبرې وشوې، ښاغلي ای یلدز وویل: افغانستان د ترکیې د دولت لپاره ځانګړی ارزښت لري. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۹
Background image

د مهاجرینو وزارت مالي او اداري معین: کارکوونکي باید د خدمت کولو تر څنګ د اخلاص او همکارۍ روحیه پیاوړې کړي

نن د ماسپښین تر لمانځه وروسته د وزارت په جومات کې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري معین محترم شیخ کلیم الرحمن فاني په کاري چارو کې د اخلاص، ښه نیت او مسوولیت پېژندنې. . .

بېرته خبرونه ته