دبلخ ولايت د غاليو د پروسس مرکز د بنسټ ډبره د کډوالو چارو وزير په شتون کې کېښودل شوه

sadam_morr
شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۱ - ۲۱:۵۸
____________

د غاليو د پروسس مرکز ډبره د بلخ ولايت دکډوالو په ښارګوټي کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير نور الرحمن اخلاقي، د بلخ ولايت مرستيال والي غلام فاروق خپلواک او د بلخ ولايت د ولايت شورا رئيس محمد افضل اديب په شتون کې کېښودل شوه.

دغه مرکز په ۱۰۰۰ ميتره مربع ځمکه کې د کډوالۍ نړيوال سازمان له لورې د بلخ ولايت د کډوالو په ښارګوټي کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت تر څارنې لاندې جوړيږي او ددې مرکز د جوړېدو موخه دهغو خلکو د غالۍ  اوبدلو صنعت ته وده ورکول دي، چې د غالۍ اوبدلو په ښارګوټي کې ژوند کوي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير په مراسمو کې چې په همدې موخه جوړ شوي و، د بلخ ولايت د غالۍ اوبدلو ښارګوټي د اوسيدونکو د ستونزو دحل ژمنه وکړه او ټينګار يې وکړ، چې له دې وروسته به راستنېدونکي او بېځايه شوې کورنۍ د خپلو کارونو په بدل کې وړيامرستو ته د پای ټکی کېږدي.

په ورته وخت کې د بلخ ولايت مرستيا والي او د ولايتي شورا رئيس اړمنو راستنېدونکو او بېځايه شوو کورنيو ته د مرستو په برابرولو کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سره خپله بشپړه همکاری اعلان کړه.

 د يو روغتيا يي مرکزجوړول، دښارګوټي د متوسطې لوړېدل لېسې ته، په ذکر شوي ښوونځي کې د ښوونکو کمښت او ټولو کورنيو ته د برېښنا رسول د دغه ښارګوټي د ۵۰۰ کورنيو غوښتنې دي چې په پام کې نيول شوي دي

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته