خلیل الرحمن حقاني: د امریکا په ماتې کې نه یوازې طالبان، بلکې ټول ملت شریک و

anwari_morr
چهارشنبه ۱۴۰۰/۹/۱۷ - ۱۹:۳۰
___________
 
دغه څرګندونې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير خليل الرحمن حقاني چهارشنبه د لیندۍ په (١٧) مه د فارياب ولايت اوسېدونکوته په یوې غونډې کې وکړې. حقاني صاحب د هېواد د ازادۍ د مبارکۍ ترڅنګ حاضرینو ته وویل چې زموږ د بریا راز په دې کې دی چې یو امیر مو درلود او په ملي کچه یوازینی قومندان و په ټوله معناترې اطاعت کېده.
هغه وویل: دافغانستان اسلامي امارات دافغانانو لپاره دوه پېغامه لري، چې اسلامي نظام،امیت او خپلواکي ده. حقاني وويل، که موږ يو بل ومنو، يو بل ته بښنه وکړو او يو بل ته لاسونه ورکړو، بې له شکه افغانستان به په ډېر لنډ ممکن وخت کې د مثالي او ښو هېوادونو په ډله کې شي. هغه وويل، موږ بايد له تېرو تنظيمي جګړو څخه زده کړه وکړو او هڅه وکړو چې يو بل ومنو او يو بل سره مينه وکړو.
حقاني زیاته کړه چې د امریکا په ماتې کې نه یوازې طالبانو بلکې د افغانستان ټولو خلکو برخه اخیستې وه او د اسلامي نظام په خاطر یې د بمونو د مور په ګډون هر ډول بمونه زغملي او موږ باید د نظام د ساتلو لپاره هڅې وکړو. هغه زیاته کړه، ملت باید موږ ته یو څه وخت راکړي چې ډاډمن امنیت تامین کړو، اقتصادي چارې تنظیم کړو، د کانونو استخراج پیل کړو او خپل هېوادوال له فقر څخه وژغورو.
د کډوالو چارو وزیر زیاته کړه، موږ به هڅه وکړو چې د ژبني تعصب تخم،چې دښمن له خوا کرل شوی له منځه یوسو او د متقابل منلو او مینې په بدل کې به یې د ښوونځي او مکتب تر منځ واټن له مینځه یوسو ، زموږ ښوونکي، فارغین د علم او پوهې په برخه کې پوره پوهه لري او په اسلامي او ساینسي علومو کې د دوکتورا او پروفیسور اسناد لري.
نوموړی وویل: موږ هڅه کوچې بېځايه شوې،اړمنې اومستحقې کورنۍ په شفاف ډول سروې اوپه نښه کړو او بشري مرستې ورته ورسو.
هغه وویل، دټولوهمکارانو اومسؤلینو څخه مې دا غوښتنه ده، چې د خپل سرې محکمې مخنیوی وکړي او چاته اجازه ورنکړي چې افغانان بېځایه وزوروي
مسؤلین باید په ټولو عامو اوخاصو خلکو باندې ترحم او شفقت وکړي دظالم لاس ونیسي دظلم مخنیوی وکړي او د مظلوم مرسته وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازي سره تعارفي لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازي نیکولا بیلومو سره تعارفي لیدنه وکړه.

په دغې لیدنه کې راستنو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۵۳
Background image

په ننګرهار کې د راستنېدونکو د پرمختللي ډیټابیس د لنډمهاله مېشتېدنې برخه فعاله شوه

تېره ورځ د ننګرهار تورخم فرضي کرښې په عمري کمپ کې د راستنېدونکو په پرمختللي ډیټابیس کې د لنډمهاله مېشتېدنې برخه د مهاجرینو چارو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ، د کډوالو تحقیق او معلوماتو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې نن د افغانستان ښځو ټولنیزو خدمتونو موسسې سره د ۷۳ زره او ۱۲۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په هرات کې ۳۶۰ زره. . .

بېرته خبرونه ته