جیلین ټرګس: په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکوو

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۰ - ۱۹:۵۱
-

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ د حقوقي ملاتړ مرستیاله آغلې جیلین ټرګس افغانستان ته راغله، نوموړې ته د ښه راغلاست پرمهال د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست او مرستیال محمد ارسلاح خروټي افغانستان ته ددوی راتګ یو غوره اقدام وباله او ویې ویل: د مهاجرینو موضوع له سیاست سره ربط نلري او بشري مرستې لکه څنګه چې ادعا کیږي باید له شرایطو پورې ونه تړل شي
آغلې ټرګس وویل: د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي اداره له کلونو په افغانستان کې کار کوي، د راستنېدنې پیاوړتیا او بشري مرستو رسول ددوی اساسي موخه ده او له دې ورسته به هم خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکړي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازي سره تعارفي لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازي نیکولا بیلومو سره تعارفي لیدنه وکړه.

په دغې لیدنه کې راستنو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۵۳
Background image

په ننګرهار کې د راستنېدونکو د پرمختللي ډیټابیس د لنډمهاله مېشتېدنې برخه فعاله شوه

تېره ورځ د ننګرهار تورخم فرضي کرښې په عمري کمپ کې د راستنېدونکو په پرمختللي ډیټابیس کې د لنډمهاله مېشتېدنې برخه د مهاجرینو چارو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ، د کډوالو تحقیق او معلوماتو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې نن د افغانستان ښځو ټولنیزو خدمتونو موسسې سره د ۷۳ زره او ۱۲۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په هرات کې ۳۶۰ زره. . .

بېرته خبرونه ته