جبري راستنېدونکو د عمومي وضعيت سره د مبارزې کمېسيون د ننګرهار ولايت د اجرائيه کمېټې له کړنو څخه څارنه وکړه

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
_

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین مولوي عبدالرحمن راشد ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د جبري راستنېدونکو د وضعیت د څېړلو کمیسیون په مشرۍ د اجباري راستنېدونکو په برخه کې د ولایتي اجرایوي کمیټې له کړنو څخه څارنه وکړه. پلاوي د ولایت مقام له استازي او نورو چارواکو سره په لیدنه کې د جبري راستنېدونکو له پاره په وخت رسېدنه او د یوې انتظار خونې، د تورخم په پوله کې د یوه تشناب او د ۵۰۰ کډوالو له پاره په لعل پورې ولسوالۍ کې د موقتي کمپ په جوړولو ټینګار وکړ. یاد کمیسیون د ا.ا.ا د رئیس الوزاء د عالي مقام د حکم پر اساس د راستنېدونکو د عمومي وضعیت د څېړلو، د سرپناه جوړولو او د هغوی د عاجلو اړتیاوو د حل په موخه د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد په مشرۍ او په ترتیب سره د پېښو پر وړاندې د مبارزې، عامې روغتیا، کرنې او مالدارۍ، د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارتونو د مرستیالانو او د سرې میاشتې استازي په ګډون د جبري راستنېدونکو وضعیت ته د رسېدو په موخه د موقتي کمپونو د جوړولو او دوی ته د خدماتو د وړاندې کولو په موخه توظیف شوی دی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۶
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر پکتیکا کې سلګونو راستنو شویو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش په برنامه کې ګډون وکړ


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزير محترم مولوي عبدالكبير نن پکتیكا ته د سفر په ترڅ کې سلګونو راستنو شویو بېوزلو کورنیو ته د خوراکي توکو د وېش په برنامه کې ګډون او وینا وکړه.
په دې. . .

بېرته خبرونه ته