تورخم کې پنځه زره کډالو ته د دوو خدماتي پڼډغالو ګټې اخیستنې ته د سپارلو تر څنګ ټاکل شوو خدماتي کمېټو فعالیت پیل وکړ.

anwari_morr
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۰ - ۲۰:۳۷
_

د ریاست الوزرا اداري مرستیال په مشرۍ بین الوزارتي کمیسون چې پکې دولس کمېټې فعالیت کوي د خپلو هغو زرګونو راستنېدونکو افغان کډوالو چوپړ کې د خدماتي کمپونو، اړینو خدماتو او سهولیتونو برابرولو بوخت دي، چې تازه د پاکستاني حکومت له لوري په جبر  وېستل کیږي.
نن چهارشنبه ربیع الثاني ۱۷ مه  د کډوالو چارو وزارت سرپرست وزیر محترم مولوي خلیل الرحمن حقاني په مشرۍ هیئت چې پکې د مخابراتو وزارت سرپرست وزیر محترم مولوي نجیب الله حقاني،  د حج او قافو وزارت مسلکي معین محترم شیخ زر محمد حقاني ، دافغان پوست ادارې معاون مولوي رحمت الله مکي، د ختیځ زون ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو قوماندان مولوي عبدالصبور ابودوجانه  د ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخند او یو شمېر نورو مرکزي او ولایتي ادارو چارواکو یې ملتیا کوله په تورخم ښارګوټي کې د کډوالو لپاره پنډغالي ګټې اخیستنې ته وسپارل، د کډوالو چارو وزارت محترم وزیر د پنډغالو څخه دلیدنو پر مهال وویل چې په یادو پڼډغالو کې به پنځه زره په شاوخوا کې تازه راستنېدونکي کډوال میشت وي او ټول اړین خدمات به ورته وړاندې کیږي حقاني صیب وویل چې تردې دمه تورخم ښارګوټي له لارې یو لک او پنځوس زره کډوال خپل هیواد ته راغلي چې ټولو کډوالو ته صحي، ټیمونه، چې پکې نارینه او ښځینه ډاکتران شامل دي مٶظف شوي ، همدارنگه د کډوالو ثبت او راجستر په برخه کې هم د پخوا په پرتله تشکیل درې چنده زیات شوی او ټول کډوال بغیر له کوم خڼډ او ځڼډ څخه ثبت کیږي په پڼډغالو کې ټولو میشتو کډوالو ته خوراکي توکي په وړیا ډول ورکول کیږي همدارنګه حقاني صاحب وویل چې ټول هغه کډ وال چې اقتصادي مشکلات یې زیات وي په خپلو موټرو کې تر کورونو پورې رسوو، همدارنګه په فرضي کرښه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سر پرست وزیر محترم مولوي خیرالله خیرخوا په ځانګړې سپارښتنه د عامه پوهاوي او روحي ارامتیا په پار په دیوالونو لیکنې وشوې او لاهم جریان لري. د مخابراتو وزارت سرپرست وزیر محترم مولوي نجیب الله حقاني وویل چې دغو پڼډغالو ته یې د انټرنیټ فایبر لاین تیرکړی او همدارنګه ټولو مخابراتي شبکو خپل مخابراتي انتنونه لږولي او ټولو کډوالو ته سیم کارتونه  هم په هویت تذکره ورکول کيږي.د ملي دفاع وزارت د ختیځ زون ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو قوماندان مولوي عبدالصبور ابودوجانه  وایي چې ۳۵ ټانکران،۷۰  انترنیشنلې، سیار تشنابونه نقلیه وسایط هم راوړل شوي او ټول راتلونکو کډ والو ته په خپلو برخو کې خدمات وړاندې کوي، هغه کډوال چې اقتصادي وضعه یې خرابه وي په خپلو موټرو کې تر کورونو رسوي.
راستانه شوې کډوال خوښ دي، چې خپل هېواد ته ستانه شوي او مسوولین ورته د هر ډول اسانتیاوو د برابرولو هڅې کوي.
د مسوولینو په خبره راستنېدونکو کډوالو ته دوه ملیارده افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې چې په لومړنیو اړینو خدماتو کې به مصرف شي .باید وویل شي چې تردې دمه د یو نیم لکو په شاوخوا کې ستنېدونکي افغانان یوازې د تورخم له لارې هېواد ته ستانه شوي دي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۷ - ۱۴:۰
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په جلا جلا ناستو کې د پکتیا د جهادي مدرسې له مهتمم شیخ طالب جان ادیب او د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ له قومي مخورو او مشرانو سره وکتل.

د پیل په ناسته کې چې له محترم شیخ طالب جان ادیب سره څو تنو علماو هم حضور درلود، د جهادي مدرسو د فعالیت په اړه خبرې وشوې او یادونه وشوه چې د اسلامي زده کړو مرکزونه د ودې په حال کې دي او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۴۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د کډوالۍ نړۍوالې ادارې د اړیکو له مسوول سره ناسته وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین محترم الحاج مولوي عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې د کډوالۍ نړۍوالې ادارې(IOM) د اړیکو له مسوول ښاغلي عبدالوارث القاسم سره ناسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۲۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مالي او اداري معین: وخت امانت دی او باید پر ارزښت یې پوه شوو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري معین ښاغلي شیخ کلیم الرحمن فاني نن د وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د وخت ارزښت په اړه چمتو شوي سمینار کې وویل: وخت امانت دی،. . .

بېرته خبرونه ته