بدخشان کې دطبيعي پېښو له امله زيانمنو شوو کورنيو ته ښارګوټی جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۰/۸/۲۷ - ۱۱:۳
...

دبدخشان ولايت د داريم ولسوالۍ دقاضي قشلاق سيمه کې دطبيعي پېښو له امله (١٣٠) زيانمنو شووکورنيوته ديولکو اوه شپيته زره او اته سوه امريکايي ډالرو په ارزښت جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو. د پرانيستې په دغو مراسمو کې د مهاجرينو رييس،دطبيعي پېښو پروړاندې دمبارزې رييس،دخبريالانو دشورا رييس،اکتېد موسسې مسؤلينو،د داريم ولسوالۍ ولسوال،خبري رسنيو او ددغې ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکو برخه اخيستې وه. دبدخشان ولايت دمهاجرينو او راستنېدونکو رييس مولوي محمد يونس جهادمل په ويناچې دياد ښارګوټي لپاره (٤٥،٨ ) جريبه ځمکه د دولت له لورې اخيستل شوې وه او (٢١٥) کورنيو ته ووېشل شوه. نوموړي وويل: چې د بدخشان ولايت دمهاجرينو رياست ژمن دی چې ددې سيمې دپاتې بېځايه شوو،راستنېدونکو،اړمنو او دطبيعي پېښو له امله زيانمو شوو کورنيوته دسرپنا زمينه برابره کړي. د داريم ولسوالۍ ولسوال شيخ حجازالحق وويل: که څه هم داسلامي امارات ځواکونه شل کاله په غرونو کې و او مبارزه يې کوله ؛مګر دمبارزې ترڅنګ همېشه دپرمختګ،زده کړ او دخپلو خلکو دپرمختګ په فکر کې و.هغه زياته کړه موږ خپلې ټولې هڅې کوو ترڅو يوخپلواک او ازاد هېواد ولرو. دداريم ولسوالۍ ولسوال دخپلو خبر په دوام کې دياد ښارګوټي نوم د اېښودو غوښتنه وکړه او ويې ويل چې دا ښارګوټی بايد دنصرت په نوم ياد شي. په ورته وخت کې د سيمې اوسېدونکو دښارګوټي په جوړولو خوښي څرګنده کړه ويې ويل:چې که دغه ښارګوټی نه وی جوړ شوی دوی مجبور و چې غرونو اوشاړوکې يې ژوند کړی وی. دوی دمرستندويه بنسټونو څخه غوښتنه وکړه چې دپاتې او خطر سره مخ بې کوره خلکوته هم دسرپناه ځايونه جوړ کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازي سره تعارفي لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازي نیکولا بیلومو سره تعارفي لیدنه وکړه.

په دغې لیدنه کې راستنو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۵۳
Background image

په ننګرهار کې د راستنېدونکو د پرمختللي ډیټابیس د لنډمهاله مېشتېدنې برخه فعاله شوه

تېره ورځ د ننګرهار تورخم فرضي کرښې په عمري کمپ کې د راستنېدونکو په پرمختللي ډیټابیس کې د لنډمهاله مېشتېدنې برخه د مهاجرینو چارو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ، د کډوالو تحقیق او معلوماتو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې نن د افغانستان ښځو ټولنیزو خدمتونو موسسې سره د ۷۳ زره او ۱۲۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په هرات کې ۳۶۰ زره. . .

بېرته خبرونه ته