الحاج خلیل الرحمن حقاني د یو پلاوي په مشرۍ د کندهار ولایت څخه لیدنه وکړه

sadam_morr
جمعه ۱۴۰۰/۱۱/۲۹ - ۲۳:۲۳
______________
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت پلاوي د دلوې په (۲۸) مه چې مشري یې دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني کوله
د کندهار ولایت څخه لیدنه وکړه، د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست چارې يې له نږدې و څارلې او د دې ولایت د ریاست په انګړ کې يې د یو شمېر مشرانو،کشرانو،دیني عالمانو،بېلابېلو قومونو او د راستنېدونکو او بېځايه شوو او بیوزلو کورنیو د استازو ستونزې او ننګونې واورېدې.
ګډونوالو د ښاغلي وزیر څخه مننه وکړه چې کندهار ولایت ته یې سفر وکړ او بشري مرستې یې چې د 3520 کورنیو لپاره دې ولایت ته رالېږلې وې
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت دپلاوي په شتون کې (400) کورنیو ته یوه بوجۍ وریجې او یوه بوجۍ غنم او هری کورنی ته یې زر، زر افغانۍ هم په خپل لاس ووېشلې.
ښاغلي حقاني ددې ولایت د ریاست د مشرتابه او اداري پرسونل خدمتونه وستایل او د دوي څخه یې مننه وکړه چې د سختو حالاتو کې یې هر اړخیزه همکاري کړې.
هغه ټولو ادارو ته لارښوونه وکړه چې راستنېدونکو، داخلي بېځايه شوو او اړمنو کورنیو ته دې په وخت رسیدګي وشي، په همدې تړاو یې د دې ریاست ټولو کارمندانو ته لازم سپارښتنې وکړې او ډاډ يې ورکړ چې د مرکز په سطح به د داخلې بېځایه شوو او راستنېدونکو کورنیو د ستونزو د حل په موخه لازم او عاجل اقدامات وکړي.
همدارنګه د کندهار ولایت د سیمه ییزو چارواکو سره يو ځای يې د سپین بولدک د نمایندګۍ د وضعیت څخه ليدنه او څارنه وکړه.
نوموړي سپین بولدک ته د خپل رسمي سفر پر مهال د يادې ولسوالۍ د لوړ پوړو مسؤلينو، د لویو موټرانو د چلوونکو، د نويو راستانه شوو کډوالو، مامورینو او د موسساتو د کارکوونکو څخه لیدنه وکړه او لازمې لارښونې يې ورته وکړې.
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته