الحاج خلیل الرحمان حقاني د چین له سرپرست سفیر سره ولیدل

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۱۷ - ۵:۲۳
عبدالمطلب حقانی
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني په افغانستان کې د چین له سرپرست سفیر "ډینګ یینان" سره ولیدل
په دغه ناسته کې د داخلي بې ځایه شویو په ستونزو او هغوې ته په مرسته رسولو خبرې وشوې
ښاغلي یینان ویل په دغه سخت وخت کې مونږ د افغانانو هرډول ملاتړ ته تیار یو او نږدې به د چین هیواد نورې بشري مرستې هم افغانستان ته راورسېږي
ښاغلي حقاني هم د چین له بشري مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه: چین یو ښه ګاونډي دی او مونږ تمه لرو چې خپلو مرستو ته به دوام ورکړي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۸:۵۳
Background image

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې او د هغوی د چارو د لا ښه تنظیم په موخه، د مهاجرینو چارو وزارت په کوربه‌توب د همغږۍ ناسته ترسره شوه

دغه ناسته، چې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمان راشد په مشرۍ جوړه شوې وه، پکې د بهرنیو چارو وزارت، کورنیو چارو وزارت، عدلیې وزارت، د استخباراتو لوی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۱
Background image

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیاله: د بودیجې له زیاتوالي سره به له کډوالو سره مرستې زیاتې شي

پورته ټکی د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ(UNHCR) مرستیالې اغلې وینسا مټر بولي د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس ښاغلي سعید احمد بنوري سره په لیدنه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت له مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې په پکتیا کې د راستنو شویو په اړه خبرې وشوې، مولوي انعام الله صلاح الدین په یاد ولایت کې د راستنو شویو لپاره د قطر لخوا د استوګنې د یوه ښارګوټي د رغنیزو چارو په اړه. . .

بېرته خبرونه ته