الحاج خليل الرحمن حقاني! په ټول توان سره هڅه کوو چې په هيواد کې شته بدۍ او تربګنۍ په ورورولۍ بدلې کړو

sadam_morr
شنبه ۱۴۰۱/۷/۲ - ۸:۲۸
_____

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر الحاج خليل الرحمن حقاني خوست ولایت ته د سفر وروسته په دغه ولايت کې د دوه ښکيلو قومونو ترمنځ د شته شخړې د حل او روغې جوړې ته د تياري په غونډه کې وويل چې په ټول هيواد کې د متقابلو اړخونو ترمنځ اوربند قايم دی او هيڅوک نه شي کولای چې پر يو بل تعارض وکړي، خپلې ټولې شخړې به د قانوني مراجعو له لارې حل کوي.
نوموړي د خوست ولايت د والي سره په يو لړ مهمو مسائلو بحث وکړ، وروسته يې د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست څخه ليدنه وکړه او د چارو د لا ښه والي په موخه يې لازمې لارښوونې ورته وکړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۵۳
Background image

په ننګرهار کې د راستنېدونکو د پرمختللي ډیټابیس د لنډمهاله مېشتېدنې برخه فعاله شوه

تېره ورځ د ننګرهار تورخم فرضي کرښې په عمري کمپ کې د راستنېدونکو په پرمختللي ډیټابیس کې د لنډمهاله مېشتېدنې برخه د مهاجرینو چارو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ، د کډوالو تحقیق او معلوماتو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې نن د افغانستان ښځو ټولنیزو خدمتونو موسسې سره د ۷۳ زره او ۱۲۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په هرات کې ۳۶۰ زره. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۷ - ۱۴:۰
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په جلا جلا ناستو کې د پکتیا د جهادي مدرسې له مهتمم شیخ طالب جان ادیب او د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ له قومي مخورو او مشرانو سره وکتل.

د پیل په ناسته کې چې له محترم شیخ طالب جان ادیب سره څو تنو علماو هم حضور درلود، د جهادي مدرسو د فعالیت په اړه خبرې وشوې او یادونه وشوه چې د اسلامي زده کړو مرکزونه د ودې په حال کې دي او. . .

بېرته خبرونه ته