افغان راستنېدنکي خپل رسم  شوی انځور کډوالو چارو وزير ته وړاندې کړ

sadam_morr
دوشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۳ - ۱۰:۴۷
یک نقاش برگشت کننده افغان اثر نقاشی کرده اش را به وزیر امور مهاجرین تقدیم کرد

ميلاد محمدي افغان انځور ګردی،چې په ايران کې زېږېدلی دی او زده کړې يې هلته کړي د لړم په ۹مه دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي کاري دفترته راغی او خپل رسم شوی انځور يې ورته وړاندې کړ.  

انځورګر د ژبي معلوليت لري او نه شي کولای چې خبرې وکړي، مګر لوستل او ليکلو سره اشنايي لري او د موبايل پېغام له لارې کولای شي خپل شاوخوا خپلکو سره اړيکه ونيسي.

له هغه ځای نه چې دکډ‌والو او راستنېدونکو چارو وزير دکډوالو د ستونزو  د لرې کولو او د ژوند شرايطو ښه کولو لپاره ډېرې هلې ځلې کړي انځور يې رسم او  وزير ته يې وړاندې کړ.

هغه په خپل پېغام کې، چې کډوالو چارو زارت ته يې  استولی ويلي، چې د ماشومتوب پرمهال يې په ايران کې د يوافغان کډوالو په توګه ژوند کړ او هغه ستونزې چې کډوالو ورسره مخ دي درک کوي يې.

د هرات ولايت فرهنګي او مدني ټولنو يوې ډلې، چې له ميلاد محمدي سره د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت راغلې وه، هم دکډوالو له خوا په جوړ و شوو ټولنيزو او فرهنګي برناموکې برخه اخيستو ته خپله لېواتيا څرګنده کړه او کډوالو چارو وزارت څخه يې وغوښتل چې په دې برخه کې له دوی سره همکاري وکړي.

په همدې حال کې د کډوالو او راستنېدونکوچارو وزير دميلاد محمدي هڅې وستايلې چې د ستونزو په حلولو کې بريالی شوی دی. د انځور ګر کلتوري هڅو ته په درناوي، چې دکډوالو ستونزې يې  په ګوته کړي يوستاينليک او يو قران کريم ورکړ.

 

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۳۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي برنامو له استازو سره ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(UNHCR) او د ملګرو ملتونو پراختیایي برنامو(UNDP). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو ښوونیز مرکز موسسې سره د ۵۳۷ زره او ۸۵۵ امریکایي ډالرو پر ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار کې د زیانمنو شویو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ا.ا.ا د چارو ادارې عمومي ریاست د استازو، د یاد وزارت د رییسانو او ځینو امرینو په شتون کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه.
په پیل کې د یاد وزارت مالي. . .

بېرته خبرونه ته