اجرائیه رئیس کورنیو بې‌ځایه شویو او اړمنو کورنیو ته د مرستو وېشلو حکم وکړ

sadam_morr
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۸ - ۹:۱۲
اجرائیه رئیس کورنیو بې‌ځایه شویو او اړمنو کورنیو ته د مرستو وېشلو حکم وکړ

د وزیرانو شورا د کډوالو، بې‌ځایه شویو او راستنېدنکیو چارو اجرایوي کمېټې نن خپل ناسته د افغانستان اسلامي جمهوريت اجرائیه رئیس ډاکټرعبدالله عبدالله په مشرۍ په سپېدار ماڼۍ کې وکړه.
په دې ناسته کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي وویل، د غیرې قانوني کډوالۍ د مخنیوي او په کور دننه او بهر یې د کډوالو ستونزو د حل لپاره بېلا بېلې برنامې او پالیسۍ پلي کړي، چې ورسره د کډوالو ستونزې راکمې شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، اوسمهال یې په هرات ولایت کې کورنیو بې ځایه شویو کډوالو ته د ځمکو د ویش لړۍ پیل کړې؛ خو د کابل ولایت په شکر درې ولسوالۍ کې د سیمې خلک اجازه نه ورکوي، چې یاد ښارګوټی دې کډوالو ته وویشل شي؛ خو په اړه یې دوي د اړونده ادارو سره په اړیکه کې دي او ژر به یاده ستونزه هم حل کړي.
د وزیرانو شورا د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو اجرایوي کمېټې په دې ناسته کې د کډوالو وزیر زیاته کړه، د کډوالۍ له نړیوال سازمان سره هوکړې ته رسېدلي، چې د کډوالو لومړیتوبونه په نښه او ورته د بشري مرستو او کاري فرصتونو په برخه کې خپل فعالیتونه ډېر کړي، ترڅو د غیرې قانوني کډوالۍ مخه ونیول شي او له خپلو مېنو د کډه شویو کورنیو ستونزې هم ختمې شي.
بلخي زیاته کړه، د نړیوالو مرسته کوونکو ادارو په مرسته یې په یو شمیر اړمنو کورنیو ته ژمنۍ مرستې برابرې کړي دي.
په دې ناسته کې د افغانستان اسلامي جمهوريت اجرائیه رئیس ډاکټرعبدالله عبدالله وویل، د کډوالو ستونزو د حل په برخه کې دې له هر فرصت څخه ګټه واخیستل شي. هغه له نړیوالو مرسته کونکیو ادارو مننه وکړه، چې په دې برخه کې مرستې کوي.
اجرائیه رئیس د کډوالو چارو وزارت ته دنده وسپارله، چې د کلیوپراخیتا وزارت او سرې میاشتې ادارې سره په هماهنګۍ دې پر اړمنو کورنیو ژمنۍ مرستې وویشي.
اجرائیه رئیس همدارنګه مالیې وزارت ته سپارښتنه وکړه، چې د سعودي عربستان د یوې خیریه ټولنې خېمې چې په ګمرک کې بندې دي، کارونه یې ژر خلاص کړي، ترڅو په اړمنو کورنیو وویشل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته