د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر کې په هندوستان کې د کابل د تېرې ادارې له وروستی سفیر ښاغلي فرید ماموندزي سره وکتل.

sadam_morr
Sun, Aug 17 2025 11:26 AM

د ناستې په پيل کې ښاغلي فرید ماموندزي د اسلامي امارت لخوا د ورسره شوې همکارۍ له امله خوښي څرګنده کړه او د امنیت په ګډون اوسني مثبت بدلونونه يې د افغانستان د راتلونکې لپاره مهم وبلل.
نوموړي وویل، هغه څه چې په توان کې ولري له افغان ولس څخه به یې ونه سپموي.

محترم مولوي عبدالکبیر د کابل د ادارې سفیر ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه، چې افغانستان د افغانانو شریک کور دی او هېوادوال کولای شي په ډاډه زړه خپل ټاټوبي ته راستانه شي.
محترم وزیر څرګنده کړه، چې د اسلامي امارت له عفوې وروسته څوک د تېرې دندې له امله نه پوښتل کېږي او نه هم کوم کس دا جرات کولای شي.
د محترم مولوي عبدالکبیر په وینا، چې اسلامي نظام په افغانستان کې د هر وګړي د امنیت ساتلو مسوولیت لري او د شریعت په رڼا کې د افغانانو یووالی او د هېواد رغونه اسلامي امارت ته لومړیتوب لري.
محترم وزیر وویل، چې د اسلامي نظام په حاکمیت سره دښمنۍ پای ته رسیدلې دي او نور له افغانستان څخه نړۍ ته ضرر نه رسیږي.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS