د کډوالو وزارت او دکډوالۍ نړيوال سازمان چارواکو راستنېدونکو لپاره د کارموندنې برنامو په اړه خبرې وکړې

sadam_morr
Fri, Aug 09 2019 2:52 PM
ملاقات وزير امور مهاجرين با رييس اى او ام

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخی او دکډوالۍ نړيوال سازمان (IOM)  رئيس لورانس هارت په ګډه ناسته کې د دواړو ادارو په زياتې همغږۍ او د رادا برنامې پلي کولو څرنګوالي په اړه خبرې وکړې.

دغه ناسته د تېرې سې شنبې په ورځ  د زمري په ۱۵مه په کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې ترسره شوه او ددواړو ادارو تخنيکي مسولينو پکې شتون درلود. دکډوالو او راستنېدونکو چارو  وزير د کډوالۍ نړيوال سازمان د دفتر د لا همغږۍ او نظارت په اړتيا ټينګار وکړ او زياته يې کړه، چې د رادا برنامې د لا بريالي کولو او په ټولنه کې د راستنېدونکو د ادغام لپاره، د راستنېدونکو کارموندنې پروژې دکډوالو چارو وزارت په همغږۍ ترسره شي. ځکه موږ ددې طرفداران يو چې د رادا برنامه په ښه او رڼه توګه پلي شي.

هغه په دې ناسته کې د شورا د برنامې په پيل باندې هم ټينګار وکړ او دملګرو ملتونو دبشري مرستو د ادارې او کډوالۍ نړيوال سازمان  څخه يې وغوښتل چې د خپلې دندې برخې ژر تر ژره بشپرې او د شورا برنامه پيل کړي.

دکډوالۍ نړيوال سازمان (IOM) رئيس په دې ناسته کې ژمنه وکړه، چې د رادا  د پروژو پلي کولو سره به د مهمو مسلو شريکولو لپاره د کډوالو چارو وزارت او د رهبرۍ کمېټې سره شرک کړي.

Latest news

BACK TO NEWS