د کډوالو چارو وزارت معين د پاکستان د بهرنيو چارو وزير او د لومړي وزير له سلاكار سره وكتل

sadam_morr
Fri, Apr 18 2025 8:32 AM

د وري میاشتې په ۲۸ مه نیټه د مهاجرینو او راستنېدونكو چارو وزارت مالي او اداري معين شيخ كليم الرحمن فاني پاکستان ته په خپل  سفر كې د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير، د لومړي وزير سلاكار او نورو لوړپوړو چارواكو سره د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په مقر كې وكتل.  
په دې ليدنه كې، چې د پېښور ښار لپاره د افغانستان اسلامي امارت قونسل حافظ محب الله شاكر هم حضور درلود، د پاکستان په ټولو سيمو كې د افغان مهاجرينو د وضعيت په اړه خبرې وشوې او د انساني كرامت په درناوي، د مېلمه پالنې روحيې په ساتلو او د تدریجي او باعزته راستنېدو غوښتنه وشوه.  
محترم فاني ټينګار وكړ، چې د مهاجرينو تعذيب، نيول او جبري ايستل بايد سمدستي ودرول شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یوه ګډه د همغږۍ كمېټه جوړه شي، ترڅو د مشترك او جامع ميكانيزم له مخې د مهاجرينو غوښتنو او ستونزو ته په وخت سره رسيدنه وشي.  
د مهاجرينو چارو وزارت مالي او اداري معين زياته كړه، چې د ګاونډيتوب ترڅنګ د دواړو هېوادونو ژور توكميز، كلتوري او تاريخي مشتركات او ورورولي داسې غوښتنه كوي، چې د مهاجرينو مسايل په همغږۍ سره حل شي او د باعزته، خوندي او په خپله خوښه د  راستنېدو لپاره منظمه پاليسي جوړه شي.  
نوموړي وويل، چې پر مهاجرينو فشار، تاوتريخوالی او ناوړه چلند د حل لاره نه ده. موږ بايد په دوستانه فضا كې كار وكړو، ترڅو د تېرو څلورو لسيزو د پاکستان د مېلمه پالنې ارزښتونه او د دواړو هېوادونو اوږدمهاله دوستانه اړيكې زيانمنې نه شي.  
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير د افغانستان اسلامي امارت د لوړپوړي پلاوي راتګ ته ښه راغلاست ووايه او زياته يې كړه، چې د پاکستان حكومت هڅه كوي د مهاجرينو موجوده ننګونې د افغانستان اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ په همغږۍ سره مديريت كړي. هغه د دواړو هېوادونو د دوستانه اړيكو پر پياوړتيا او دوام ټينګار وكړ او ژمنه يې وكړه، چې د اوسنيو شرايطو په پام كې نيولو سره به هڅه وكړي چې د افغانستان اسلامي امارت او په پاکستان كې د افغانستان سفارت سره  یوه ګډ د همغږۍ كمېټه جوړه كړي

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

Thu, Mar 03 2022 5:20 PM
Background image

The Minister of Refugees met with the Deputy Secretary General (IRC)

The Minister of Refugees, Haji Khalil-ur-Rehman Haqqani, met with Mr. Bob Kitchen, Deputy Director General of the International Rescue Committee (IRC), in her office on Thursday, 12 May. . .

Mon, Feb 21 2022 10:17 AM
Background image

The Minister of Refugees and Repatriations traveled to Uruzgan province

Following the official visits of Alhaj Khalil-ur-Rehman Haqqani, Minister of Refugees and Repatriations, he went to Uruzgan province on Saturday, February 20, to review the activities. . .

BACK TO NEWS