د کډوالو چارو وزارت معين د پاکستان د بهرنيو چارو وزير او د لومړي وزير له سلاكار سره وكتل

sadam_morr
جمعه ۱۴۰۴/۱/۲۹ - ۸:۳۲

د وري میاشتې په ۲۸ مه نیټه د مهاجرینو او راستنېدونكو چارو وزارت مالي او اداري معين شيخ كليم الرحمن فاني پاکستان ته په خپل  سفر كې د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير، د لومړي وزير سلاكار او نورو لوړپوړو چارواكو سره د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په مقر كې وكتل.  
په دې ليدنه كې، چې د پېښور ښار لپاره د افغانستان اسلامي امارت قونسل حافظ محب الله شاكر هم حضور درلود، د پاکستان په ټولو سيمو كې د افغان مهاجرينو د وضعيت په اړه خبرې وشوې او د انساني كرامت په درناوي، د مېلمه پالنې روحيې په ساتلو او د تدریجي او باعزته راستنېدو غوښتنه وشوه.  
محترم فاني ټينګار وكړ، چې د مهاجرينو تعذيب، نيول او جبري ايستل بايد سمدستي ودرول شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یوه ګډه د همغږۍ كمېټه جوړه شي، ترڅو د مشترك او جامع ميكانيزم له مخې د مهاجرينو غوښتنو او ستونزو ته په وخت سره رسيدنه وشي.  
د مهاجرينو چارو وزارت مالي او اداري معين زياته كړه، چې د ګاونډيتوب ترڅنګ د دواړو هېوادونو ژور توكميز، كلتوري او تاريخي مشتركات او ورورولي داسې غوښتنه كوي، چې د مهاجرينو مسايل په همغږۍ سره حل شي او د باعزته، خوندي او په خپله خوښه د  راستنېدو لپاره منظمه پاليسي جوړه شي.  
نوموړي وويل، چې پر مهاجرينو فشار، تاوتريخوالی او ناوړه چلند د حل لاره نه ده. موږ بايد په دوستانه فضا كې كار وكړو، ترڅو د تېرو څلورو لسيزو د پاکستان د مېلمه پالنې ارزښتونه او د دواړو هېوادونو اوږدمهاله دوستانه اړيكې زيانمنې نه شي.  
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير د افغانستان اسلامي امارت د لوړپوړي پلاوي راتګ ته ښه راغلاست ووايه او زياته يې كړه، چې د پاکستان حكومت هڅه كوي د مهاجرينو موجوده ننګونې د افغانستان اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ په همغږۍ سره مديريت كړي. هغه د دواړو هېوادونو د دوستانه اړيكو پر پياوړتيا او دوام ټينګار وكړ او ژمنه يې وكړه، چې د اوسنيو شرايطو په پام كې نيولو سره به هڅه وكړي چې د افغانستان اسلامي امارت او په پاکستان كې د افغانستان سفارت سره  یوه ګډ د همغږۍ كمېټه جوړه كړي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۳:۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت او د انګلستان د بشري مرستو پلاوو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ رییس مولوي محمود الحق احدي او د بریتانیا د بشري مرستو رییس الیستر برنیت ترمنځ د ایران او پاکستان څخه د جبري راستنېدونکو د وضعیت په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۱۱:۱۸
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو د کمیشنرۍ له استازی عرفات جمال سره وکتل.

د ناستې په پیل کې ښاغلي عرفات جمال افغانستان ته د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنر وروستی سفر مهم او ګټور یاد کړ او زیاته یې کړه، چې ملګري ملتونه د افغان کډوالو او راستنېدونکو. . .
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۱۱:۲۵
Background image

کډوالو چارو وزارت مالي او اداري معين په پېښور کې د افغان کډوالو له اتشې سره وکتل

د زمري میاشتې په ۲ مه نیټه د کډوالو چارو مالي او اداري معین شيخ کليم الرحمن فاني په خپل کاري دفتر کې د پاکستان په پېښور ښار کې د افغان کډوالو له اتشې قاري نياز محمد عارف سره وکتل.
په. . .

بېرته خبرونه ته