د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزير محترم مولوي عبدالکبیر د روژه ماتي په مېلمستیا کې له یو شمېر پخوانیو چارواکو، قومي مخورو او د رسنیو له فعالینو سره وکتل.

sadam_morr
Wed, Mar 26 2025 9:37 AM
_

محترم مولوي عبدالکبیر د مېلمستیا په پیل کې حاضرو شخصیتونو ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه، چې افغانستان د افغانانو شریک کور دی او هر فرد په کې حقونه لري او همدارنګه اسلامي امارت د ولس د هوسا ژوند لپاره هڅې کوي.
د محترم وزیر په وینا چې اسلامي نظام، د اسلام اصولو ته په پام سره د ټولنې د ستونزو حل ته ژمن دی او د وخت په تېردو سره به ټولې ستونزې حل شي.
د ناستې پر دوام راغلو قومي مخورو، پخوانیو چارواکو او رسنیزو فعالینو په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت پر فعالیتونو خبرې وکړې او وې وویل، اړتیا ده چې د اسلامي امارت لاسته راوړنې له نړۍ او ولسونو سره په بشپړ ډول شریکې شي.
دغه راز حاضرو شخصیتونو د یو لړ مسائلو او موضوعاتو په هکله خپل نظرونه او مشورې له محترم مولوي عبدالکبیر سره شریکې کړې او یادونه یې وکړه، چې ولس د اسلامي امارت لخوا د شته ستونزو د حل هیله لري.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

Thu, Mar 03 2022 5:20 PM
Background image

The Minister of Refugees met with the Deputy Secretary General (IRC)

The Minister of Refugees, Haji Khalil-ur-Rehman Haqqani, met with Mr. Bob Kitchen, Deputy Director General of the International Rescue Committee (IRC), in her office on Thursday, 12 May. . .

BACK TO NEWS