په  شمال ختيځه  حوزه کې دمېشتو موسسو څخه د راپور اخيستنې او ستونزو د څېړنې ناسته ترسره شوه

sadam_morr
Thu, Jul 04 2019 9:55 AM
مهر خدا صبار

Bottom of Form

غه ناسته د تېرې چهارشنبې په ورځ چنګاښ په ۱۲مه په فيض آباد ښارکې دکډوالو چارو وزارت د پلان او پالېسۍ سرپرست مرستيال مهر خدا صبار په مشرۍ، چې بدخشان ولايت ته يې سفر کړی ترسره شوه او  په شمال ختيځه  حوزه کې د ټولو نړيوالو موسسو مسئولينو پکې شتون درلود.

د نړيوالو موسسو مسئولين دهغو کسانو راتګ چې ځانونه د بېځايه شوو استازي بولي او دڅو کورنيو عريضې راوړي دمرستو په برخه کې ننګونه يادوي. دهغوی په وينا په وروستيو نښتو کې په تخار کې ۸۵۰ کورنۍ بېځايه شوي، چې د ۸۰۰ کورنيو لومړنيوضرورتونو ته رسېدنه شوې او وضعيت دکنټرول لاندې دی.

د پلان او پالېسۍ سرپرست مرستيال بېځايه شوو ته د رسېدنې په برخه کې د موسساتو دکړنو څخه دمننې ترڅنګ وويل، په تخار کې به د جګړې په دوام سره د بېځايه شوو شمېر ډېر شي.

هغه زياته کړه، چې د مرستو د نوې کړنلارې په اساس بايد هره کورنۍ خپله عريضه اړوندې ادارې ته وسپاري او له بېځايه کېدنې څخه دناوړه ګټې اخيستنې مخه ونيسي.

بدخشان ولايت دکډوالو چارو آمر په دغه اداره کې د ناوړه ګټې اخيستنې د وګړو دکموالي خبر ورکړ او ويې ويل، موږ هغه خلک چې دکډوالۍ دنوم څخه ناوړه ګټه اخلي په نښه کړي او دهغوی د راتګ مخنيوی شوی.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS