د پناه غوښتونکو مرستيالې په کابل کې د ناروې سفارت له مرستيال او لومړي سکرتر سره وليدل

Anonymous (not verified)
Tue, Jun 18 2019 4:18 PM
معین امورپناهندگان وزارت امور مهاجرین و عودت کنندگان با معاون و سکرتر اول سفارت ناروی مقیم افغانستان ملاقات نمود نمود

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستيالې ډاکټر عالمې  کابل کې د ناروې سفارت له مرستيال پراليساس او لومړي سکرتر ګوروستينر سره وليدل او خبرې اترې يې وکړې.

په دغه ناسته کې، چې د تېرې سه شنبې په ورځ د غبرګولي په ۲۸مه د پناه غوښتونکو مرستيالې په کاري دفتر کې ترسره شوه، په کې له ناروې څخه د يوې بې سرپرستې افغانې کورنۍ د جبري ويستلو په اړه خبرې وشوې. آغلې عالمې له ناروې هېواد څخه ددې مسلې په تړاو د بيا کتنې غوښتنه وکړه او ياده کورنۍ يې يوه زيانمنه کورنۍ ياده کړه.

Latest news

BACK TO NEWS