د پناه غوښتونکو مرستيالې په کابل کې د ناروې سفارت له مرستيال او لومړي سکرتر سره وليدل
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستيالې ډاکټر عالمې کابل کې د ناروې سفارت له مرستيال پراليساس او لومړي سکرتر ګوروستينر سره وليدل او خبرې اترې يې وکړې.
په دغه ناسته کې، چې د تېرې سه شنبې په ورځ د غبرګولي په ۲۸مه د پناه غوښتونکو مرستيالې په کاري دفتر کې ترسره شوه، په کې له ناروې څخه د يوې بې سرپرستې افغانې کورنۍ د جبري ويستلو په اړه خبرې وشوې. آغلې عالمې له ناروې هېواد څخه ددې مسلې په تړاو د بيا کتنې غوښتنه وکړه او ياده کورنۍ يې يوه زيانمنه کورنۍ ياده کړه.