د کډوالو ا وراستنېدونکو چارو وزير د خواخوږۍ او‌‌ډاډګيرنې پيغام

sadam_morr
Wed, Jun 12 2019 3:07 PM
2

د ايت الله محقق کابلي دمړينې له کبله د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي د ډاګيرنې پيغام. 

بسم الله الرحمن الرحيم
انالله‌ و انااليه راجعون‌
انا مات العالم ثلم فی الاسلام ثلمة لا يسدها شيئ

د پرهيزګاره فقهی عالم قربان علي محقق کابلي مړينه يوه لويه علمي ضايع ده.

د هغه د مبارزې مخينه له انقلاب  وړاندې او د انقلاب او جهاد پر مهال له کډوالو څخه د پام وړ ملاتړ او هغوی ته د انقلابي، ټولنيزو او کلتوري خدمتونو په ياده موده کې دوام درلود.

ددغه انقلابي او علمي  شخصيت دمړينې له امله  د نړۍ ټولو مسلمانانو، د افغانستان دولت او ملت په ځانګړې توګه د مرحوم کورنۍ، زامنو، زده کوونکو او دوستانو ته د ډاډګيرنې او خواخوږۍ مراتب وړاندې کوم او مرحوم ته د خدای ج له دربار څخه د جنت الفردوس غوښتنه کوم.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير
سيد حسين عالمي بلخي

Latest news

BACK TO NEWS