وظیفوي غفلت مو نه یوازې دا چې معاش حراموي، د ولس د کونډو او یتیمانو په حق کې هم لوی ظلم دی

sadam_morr
Sun, Jan 28 2024 12:31 PM
-

پورته خبره، د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست الحاج خلیل الرحمان حقاني ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ددغه ولایت د مهاجرینو چارو ریاست له کارکوونکو سره په ناسته کې وکړه

په ناسته کې د مهاجرینو چارو وزیر زیاته کړه، ننګرهار ولایت د راستنېدونکو مهاجرینو د راتګ دروازه ده او ددې لپاره، چې مهاجرین نورو ولایتونو ته له ښه احساس سره ولاړ شي نو دلته باید ښه استقبال او په ورین تندي خدمت ورته وړاندې شي

ښاغلي حقاني په خپلو خبرو کې په کارونو کې په چټکتیا، شفافیت او له مراجعینو سره په ښه چلند ټینګار وکړ

په پای کې د ریاست کارکوونکو خپلې ستونزې او مشکلات شریک کړل، چې د حقاني صیب له لورې د حل ډاډ ورکړل شو

Latest news

BACK TO NEWS