د خوست ولایت بکیو، ایوخېلو او سیدخېلو قومونو ترمنځ بدي په دوستۍ بدله شوه

sadam_morr
Mon, Jun 12 2023 12:42 PM
ـ

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمان حقاني په مشرۍ د مختلفو ولایتونو سپین ږیرو او مشرانو په هڅو د خوست ولایت د بکیو، ایوخېلو او سیدخېلو قومونو ترمنځ رامنځته شوې دښمني په دوستۍ بدله شوه
دغه بدي، چې څو میاشتې مخکې د یوه سرک جوړولو پر سر رامنځته شوې وه، دوه کسه منځګړي مجاهدین پکې په شهادت رسېدلي وو، چې د دواړو شهیدانو د کورنیو لخوا قاتلینو ته بښنه وشوه او ټول یو بل ته په خوشالۍ ورغاړې وتل
ټولو ښکېلو غاړو له ښاغلي حقاني او ورسره مل د مختلفو ولایتونو قومي مشرانو څخه مننه وکړه او د روغې جوړې لپاره ددوی نه ستړې کېدونکې هلې ځلې یې وستایلې

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS