مسلکي مرستيال د (DRC) موسسې له مرستيال سره ليدنه وکړه

sadam_morr
Mon, May 15 2023 2:15 PM
-

د مهاجرينو چارو وزارت  مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد د (DRC) موسسې له مرستيال احمد ضيا مايار  سره  په خپل کاري دفتر کې ليدنه وکړه.
په دغه ليدنه کې، ښاغلي مايار  د يادې موسسې د فعاليتونو او  په بېلابېلو برخو کې زيانمو شوو کورنيو ته  د رواني ناروغيو په برخه کې د خدمتونو د وړاندې کولو  په اړه د عامه پوهاوي  د پروژې د پلي کولو پر اداري ستونزو خبرې وشوې.
د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستيال  رواني ناروغي يوه ستونزه او ننګونه وبلله ويې ويل، زموږ په هېواد کې خلک له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګريوان دي او بايد هڅه وشي، چې خلک له اقتصادي اړخه  پرځان  بسياشي او د پروژو پلي کول بياد اسلامي امارت د تګلارې سره سم وي، ترڅو مستحق خلک ترې ګټه پورته کړي.
ښاغلي راشد وويل، د پروګرامونو د ښه پلي کولو او همغږۍ لپاره بايد په راتلونکې ناستې کې تصميم ونيول شي.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

Thu, Mar 03 2022 5:20 PM
Background image

The Minister of Refugees met with the Deputy Secretary General (IRC)

The Minister of Refugees, Haji Khalil-ur-Rehman Haqqani, met with Mr. Bob Kitchen, Deputy Director General of the International Rescue Committee (IRC), in her office on Thursday, 12 May. . .

BACK TO NEWS