مسلکي مرستيال د (DRC) موسسې له مرستيال سره ليدنه وکړه
د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد د (DRC) موسسې له مرستيال احمد ضيا مايار سره په خپل کاري دفتر کې ليدنه وکړه.
په دغه ليدنه کې، ښاغلي مايار د يادې موسسې د فعاليتونو او په بېلابېلو برخو کې زيانمو شوو کورنيو ته د رواني ناروغيو په برخه کې د خدمتونو د وړاندې کولو په اړه د عامه پوهاوي د پروژې د پلي کولو پر اداري ستونزو خبرې وشوې.
د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستيال رواني ناروغي يوه ستونزه او ننګونه وبلله ويې ويل، زموږ په هېواد کې خلک له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګريوان دي او بايد هڅه وشي، چې خلک له اقتصادي اړخه پرځان بسياشي او د پروژو پلي کول بياد اسلامي امارت د تګلارې سره سم وي، ترڅو مستحق خلک ترې ګټه پورته کړي.
ښاغلي راشد وويل، د پروګرامونو د ښه پلي کولو او همغږۍ لپاره بايد په راتلونکې ناستې کې تصميم ونيول شي.