د مهاجرينو چارو وزارت هڅه کوي، چې د مهاجرينو د راستنېدو او د بېځايه شوو د بيا يو ځای کېدو لپاره مناسب شرايط برابر کړي.

anwari_morr
Wed, Mar 15 2023 8:55 PM
-

د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد په  انټرکانتيننتال هوټل کې د داخلي بېځايه شوو د شمېرو برابرولو د ورکشاپ په دوهمه ورځ، چې د (UNHCR) دفتر له لورې ترسره شوه وويل، د مهاجرينو چارو وزرات هڅه کوي، چې د مهاجرينو د راستنېدو او د بېځايه شوو د بيا يوځای کېدو لپاره مناسب شرايط برابر کړي.
په دغه ورکشاپ کې، چې د مهاجرينو چارو وزارت يو شمېر مرکزي رئيسانو، کار کوونکو او د يادې ادارې مسؤلينو ګډون کړی وو، په لومړي سر کې د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد خبرې وکړې او ويې ويل، د شرايطو په ښه کېدو سره زموږ مهاجر هېوادوال دې ته لېوال دي، چې بېرته خپل هيواد ته راستانه شي او داخلي بېځايه شوي هم غواړي چې بېرته خپلو اصلي سيمو ته ستانه شي، نو د مهاجرينو چارو وزارت د همکارو مرستندويه بنسټونو سره هڅه کوي، چې د مهاجرينو د باعزته راستنېدو او د داخلي بېځايه شوو د بيا يوځای کېدو زمينه برابره کړي.
هغه د (UNHCR) دفتر له مسؤلينو څخه مننه وکړه چې ياد ورکشاپ يې ترسره کړ او دغه ورکشاپ يې د مامورينو د ظرفيت په لوړولو کې اغېزمن وباله.
په دې ورکشاپ کې د بېځايه شوو د اټکلي او کره  سروې په تګلارې، ګټو او د افغانستان له شرايطو او نړيوالو نورمونو سره سم د مثبتو پايلو په اړه د (UNHCR) دفتر د کار کوونکو له لورې معلومات ورکړل شول د مهاجرينو چارو وزارت د کار کوونکو څخه يې په بېلابېلو برخو کې پوښتنې وکړې.
همدارنګه په کابل کې د (UNHCR) دفتر سرپرست سمح بلبل او د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) د بېځايه شوو د برخې مسؤل  هنري هم د موضوع او د مهاجرينو چارو وزارت او ياد دفتر د رول په اړه خبرې وکړې او په همغږيو يې ټينګار وکړ.
د ياد ورکشاپ د جوړېدو موخه د سيمه ييزې، ملي او منطقوي  سروې سمه تګلاره، د بېځايه شوو د کره شمېرو برابرول، د مهاجرينو چارو وزارت  او يونسيار او ای او ایم ترمنځ د همغږيو رامنځته کول او  د سروې پرمهال د مسؤليتونو وېشل وو.
د (UNHCR) دفتر وينا والو ټينګار وکړ، چې  د دريو همکارو بنسټونو له لورې د ورته شمېرو وړاندې کول به د نړيوالې ټولنې د پام وړ وګرځي او بېځايه شوو ته به د مرستو د چمتو کولو او راټولو زمينه برابره شي.
ياد ورکشاپ يوه  ورځ واړندې  د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) له لورې د مهاجرينو چارو وزارت او د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) په همغږۍ ترسره شو.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

Thu, Mar 03 2022 5:20 PM
Background image

The Minister of Refugees met with the Deputy Secretary General (IRC)

The Minister of Refugees, Haji Khalil-ur-Rehman Haqqani, met with Mr. Bob Kitchen, Deputy Director General of the International Rescue Committee (IRC), in her office on Thursday, 12 May. . .

Mon, Feb 21 2022 10:17 AM
Background image

The Minister of Refugees and Repatriations traveled to Uruzgan province

Following the official visits of Alhaj Khalil-ur-Rehman Haqqani, Minister of Refugees and Repatriations, he went to Uruzgan province on Saturday, February 20, to review the activities. . .

BACK TO NEWS