د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستيال د اړمنو بېځايه شوو د وضعيت د څېړلو په موخه جوزجان ته ولاړ

anwari_morr
Tue, Nov 29 2022 2:57 PM
-

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت تنخيکي او مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد دوشنبه د ليندۍ په ( ۷) جوزجان ولايت ته د اړمنو او بېځايه شوو کورنيو د وضعيت د څېړلو په موخه  ولاړ.

هغه همدارنګه د مهاجرينو چارو رياست د ستونزو د څېړنو وروسته د ولايت مقام، مهاجرينو چارو رياست او همکارو مرستندويه بنسټونو ترمنځ  جوړې شوې ناستې کې هم ګډون وکړ ټينګار يې وکړ، چې  موسسې بايد د مهاجرينو چارو وزارت سره  د ترسره شوو هوکړه ليکونو له مخې راستنېدونکو او اړمنو بېځايه شوو په برخه کې مرستې وکړي.

هغه زياته کړه، چې مرستندويه بنسټونو د مهاجرينو چارو وزارت سره د لاسليک شوي ګډ  هوکړه ليک له مخې نه شي کولای چې بغير د مهاجرينو چارو رياستونو د همغږۍ څخه  فعاليتونو ترسره کړي.

ښاغلي راشد د جوزجان ولايت د نورآباد  د مهاجرينو ښارګوټي څخه هم ليدنه وکړه او د  غاليو د پروسس د مرکز چارې يې وڅېړلې چې د (UNHCR) دفتر له لورې د (۱۵۰) زره امريکايي ډالره په لګښت په پاخه او اساسي ډول جوړيږي.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

Thu, Mar 03 2022 5:20 PM
Background image

The Minister of Refugees met with the Deputy Secretary General (IRC)

The Minister of Refugees, Haji Khalil-ur-Rehman Haqqani, met with Mr. Bob Kitchen, Deputy Director General of the International Rescue Committee (IRC), in her office on Thursday, 12 May. . .

Mon, Feb 21 2022 10:17 AM
Background image

The Minister of Refugees and Repatriations traveled to Uruzgan province

Following the official visits of Alhaj Khalil-ur-Rehman Haqqani, Minister of Refugees and Repatriations, he went to Uruzgan province on Saturday, February 20, to review the activities. . .

BACK TO NEWS