طبيعي پېښو پروړاندې د مبارزې د کړنلارې نهايي کولو ناسته ترسره شوه

sadam_morr
Wed, Sep 14 2022 1:10 PM
_________

د مهاجرينو او ارتسندېدونکو چارو وزارت  حقوقي سلاکار قاري محمود شاه په مشرۍ  د وږي په (۲۳) مه  د طبيعي پېښو پروړاندې د مبارزې د کړنلارې نهايي کولو په موخه ناسته ترسر شوه.

په ناسته کې، چې د مرکزي رئيسانو او امرينو په ګډون ترسره شوه، د مهاجرينو وزارت حقوقي سلاکار قاري محمود شاه په هېواد کې د طبيعي پېښو د رامېنځته کېدو، اوښتي زيانونو او د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د مکلفيتونو او مسؤليتونو په اړه خبرې وکړې او د طبيعي پېښو پروړاندې د مبارزې د کړنلارې نهايي کول يې يوه بېړنۍ اړتيا وګڼله.

ورپسې د ناستې ګډنوالو د رياستونو د مکلفيتونو او دهغوی د دندو د لايحو په اړه خبرې وکړې او ټينګار يې وکړ، چې کړنلاره بايد داسې جوړه شي، چې په کارولو سره يې په دندو کې د لاسوهنې دمخنيوي ترڅنګ د موثريت او چټکتيا لامل هم  شي.

همدارنګه د اړوندو رياستونو تخنيکي کارکوونکو ته دنده وسپارل شوه، چې موجوده اسناد او کړنلارې مطالعه کړي، اړين مواد او موضوعات چمتوکړي او راتلونکي ته يې وړاندې کړي.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS