د مالیزیا هیواد د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره ناسته وشوه

sadam_morr
Tue, Feb 22 2022 10:44 PM
___________
سې شنبه ۳ کب ۱۴۰۰/۲۰ رجب ۱۴۴۳
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال محمد ارسلاح خروټي د مالیزیا هیواد د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي احمد اعظم عبدالرحمان سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل
په دغه ناسته کې، چې د بهرنیو چارو وزارت د اول سیاسي ریاست رئیس مفتي محمد اکبر عظیمي صاحب هم شتون درلود د مهاجرینو او داخلي بې ځایه شوو په ستونزو خبرې وشوې
ښاغلي محمد اعظم وویل: مونږ اوسمهال یوازې بشري مرستې کوو، خو دغه مرستې د افغانستان او مالیزیا ترمنځ د راتلونکو رسمي اړیکو لپاره یوه مقدمه ده
ښاغلي مرستیال د مالیزیا د بشري مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه مالیزیا او ټول اسلامي هیوادونه باید د خپلې اسلامي وجیبې له مخې د افغان ولس ملاتړ او لاسنیوی وکړي

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS