کډوالو وزير په افغانستان کې د رواني او ټولنيزو مشورو له رئيسې سره وليدل
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير نور الرحمن اخلاقي په افغانستان کې د رواني او ټولنيزو مشورو(IPSO) له رئيسې ميرمن انګه مسمهال سره ليدنه وکړه او دواړو لوريو په ټولنه کې د راستنېدونکو او بېځايه شوو د رواني او ټولنيزو مشورو په اړه خبرې وکړې.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير د نړيوالو بنسټونو په ځانګړي توګه د رواني او ټولنيزو مشورو له مرکز څخه مننه وکړه، چې شاوخوا دوه لسېزې يې په افغانستان کې فعاليت درلود او راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو خلکو ته يې رواني خدمات وړاندې کړي چې راستنېدونکو او بېځايه شوي ورته اړتيا لري او په دې برخه کې يې په لا ډېرو او هر اړخيزو همکاريو ټينګار وکړ.
په افغانستان کې د رواني او ټولنيزو مشورو (IPSO) رئيسې په داسې حال کې چې په هېواد کې يې دخپلو فعاليتونو په اړه معلومات وړاندې کول يادونه وکړه، چې سږ کال په پام کې لري د هېواد په پنځو ولايتونوکې د پاملرنې مرکزونه پرانيزي او له دې لارې راستنېدونکو او بېځايه شوو ته د بيا يوځای کېدو په هکله مشورې ورکړي.
