کډوالو وزير په افغانستان کې د رواني او ټولنيزو مشورو له رئيسې سره وليدل

sadam_morr
شنبه ۱۴۰۰/۲/۴ - ۲۲:۳۲
__________

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير نور الرحمن اخلاقي په افغانستان کې د رواني او ټولنيزو مشورو(IPSO)  له  رئيسې ميرمن انګه مسمهال سره ليدنه وکړه او دواړو لوريو په ټولنه کې د راستنېدونکو او بېځايه شوو د رواني او ټولنيزو مشورو په اړه خبرې وکړې.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير د نړيوالو بنسټونو په ځانګړي توګه د رواني او ټولنيزو مشورو له مرکز څخه مننه وکړه، چې شاوخوا دوه لسېزې يې په افغانستان کې فعاليت درلود او راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو خلکو ته يې رواني خدمات وړاندې کړي چې راستنېدونکو او بېځايه شوي ورته اړتيا لري او په دې برخه کې يې په لا ډېرو او هر اړخيزو همکاريو ټينګار وکړ.

 په افغانستان کې د رواني او ټولنيزو مشورو (IPSO) رئيسې په داسې حال کې چې په هېواد کې يې دخپلو فعاليتونو په اړه معلومات وړاندې کول يادونه وکړه، چې سږ کال  په پام کې لري د هېواد په پنځو ولايتونوکې د پاملرنې مرکزونه پرانيزي او له دې لارې راستنېدونکو او بېځايه شوو ته د بيا يوځای کېدو په هکله مشورې ورکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته