تېره اونۍ په هېواد کې زرګونه بېځايه شوو کورنيوسره مرستې شوي
په تېرې يوې اونۍ کې د هېواد په يولسو ولايتونوکې ۴۱۶۶ بېځايه شوو کورنيوسره د تلې د ۲۶ نېټې څخه د لړم تر لومړۍ نېټې پورې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په همغږئ د يوشمېر مرستندويه ادارو له لورې نغدي، خوراکي او غير خوراکي موادو مرستې شوي.
يادې مرستې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په همغږۍ ديوشمېر ملي او نړيوالو مرستندويه ادارو له لورې په هلمند، سرپل، فارياب، لغمان، بغلان، فراه، غور، پکتيا، پنجشېر او جوزجان ولايتونوکې جګړو او طبيعي پېښو له امله اړمنو بېځايه شوو کورنيو ته وېشل شوي دي.
د کډوالو چارو وزارت د څانګو او همکارو مرستندويه ادارو د سروې پر اساس په يادو ولايتونوکې دجګړو او طبيعي پېښو له امله کورنۍ دخپلو اصلي سيموڅخه امن سيموته بېځايه شوې وې او يوشمېر کورنيو په سختو حالاتوکې ژوند تېرو.